تاند- د امریکا حکومت جنرال قمر جاوید باجوه ته د پاکستان د پوځ د نوي لوی درستیز د ټاکل کېدو په خاطر مبارکي وویله او هیله یې ورڅخه وکړه چې له ټولو ترهګرو سره به یوشان چلند وکړي.
د پاکستاني رسنیو د نن /پنجشنبه/ د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مارک ټونر وویل چې باید د پاکستان نوي لوی درستیز ته وخت ورکړای شي چې پر کارونو مسلط شي.
تونر همداراز وویل چې امریکا له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره په نژدې تماس کې ده او پاکستان په دې برخه کې د امریکا له اندېښنو ښه خبر دی.
د امریکا د باندینو چارو وزارت ویندوی په سیمه کې د ځینو خاصو تروریستي ډلو د پناهځایونو موجودیت د امریکا اندېښنه وبلله.
ده وویل، دا د پاکستان په ګټه ده چې له ټولو تروریستي ډلو سره، چې ځیني یې ممکن د پاکستان په خاوره کې وي، یو راز او جدي مبارزه وکړي.
امریکا په ځلونو پر پاکستان نیوکه کړې چې ځیني ترهګر ښه او ځینی بد ګڼي او حقاني شبکې ته یې غېږ پرانیستې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم هیله څرګنده کړې چې د پاکستان د پوځ نوی لوی درستیز به د حقاني شبکې او لشکر طیبه په شان تروریستي ډلو پر ضد، چې د امریکا په وینا په پاکستان کې پناهخایونه لري، جدي اقدام وکړي.
امریکا وايي، دا ډلې د افغانستان په لویو حملو کې لاس لري او په پاکستان کې مېشتې دي.
که امریکا د زړه نه وغواړي نو په یوه میاشت کې دننه په افغانستان کې جنګ او د جنګ عاملین ختمولی شي. دا څه معنی لري چې د پاکستان د نوي دفاع وزیر نه د ښه او بد ترهګر پر ضد د یو شان اقدام غوښتنه کوي. امریکا ولې د افغانانو او نړیوالو په سترګو کې خاورې اچوي نن سبا خو یو بې سواده د غره افغان ته هم د جنګ د اصلي عامل او د امریکا د سیاست معلومات شته، خو بدبختانه چې افغانان ډیر بې وسه دي. تنور خو امریکا ګرم ګړی او ډوډۍ پکې ټول پخوي. امریکا پدې نه پوهیږي چې پاکستان د ترهګرو مرسته ددوی په مالي مرسته کوي، په حقیقت کې دواړوافغان دولت او ترهګرو ته مالي مرسته امریکا ورکوي. پاکستان په تاریخ کې د خپل جیب نه روپۍ نده مصرف کړې.