تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱ مه: د امریکا حکومت د کورونا له ویروس سره د مبارزې لپاره اړمنو هیوادونو ته د بشري مرستو نوی کڅوړه اعلام کړه.
دغه کڅوړه کې۲۷۴ میلیونه ډالر اړمنو هېوادونو ته بیل شړي دي چې ۱۵ ملیونه ډالر به ترې افغانستان ته ورکړل شي.
په کابل کې د امریکا سفارت نن دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان سره د امریکا د نویو مرستو په بسته کې ۵ میلیونه ډالر د کورونا ویروس د تشخیص او د کورنیو بیځایه شویو د درملنې د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي دي او ۱۰ میلیونه نور به یې د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکړل شي چې په افغانستان کې یې د کورونا پر ضد مبارزه کې مصرف کړي.
د امریکا سفارت وایي، دا ټول ۱۵ میلیونه ډالر به د کورونا پر ضد د مبارزې نظارت، د لابراتوارونو تجیهیز ، د ناروغۍ مخنیوي او کنټرول د چارو په تنظیم او هغو چارو باندې مصرف شي چې افغان حکومت ورته په تخنیکي برخه کې اړتیا ولري.
اعلامیه وایي، له کابل سره د دغو مرستو ژمنه څه موده وړاندې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو د خپل سفر پرمهال کړې وه تر څږ په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره پرې موثر اقدامات وشي، په داسې حال کې چې نوموړي له کابله تر ستنیدو وروسته د افغان مشرانو د اختلاف له امله پر افغانستان د امریکا ۱ میلیارد ډالر مرستې قطع اعلان کړې وې.
افغانستان کې دا مهال د کورونا ۱۴۵ پیښې ثبت دي چې حکومت هم ورته ۱۵ میلیونه ډالر عاجله او ۱۰ میلیونه ډالر احتیاطي بودیجه بېله کړې ده.
د روغتیا وزارت راتلونکې څو اوونۍ د کورونا ناروغۍ د خپریدو له امله افغانستان کې خطرناکې بللې دي.