تاند- امریکا غواړي چې یو وار بیا سپوږمۍ ته انسان ولېږي. د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې اړه یو حکم لاسلیک کړی دی.
د ۱۹۶۹ م کال د جولای په شلمه پر سپوږمۍ د لومړني انسان نیل ارمسترانګ د قدمونو له اېښودلو وروسته ۵ ځلې نور امریکایان سپوږمۍ ته لاړل.
وروستی ځل چې سپوږمۍ ته انسان تللی، ۱۹۷۳ کال و. له دغه کال راوروسته بیا ترننه څوک سپوږمۍ ته نه دي تللي.
په تېرو شاوخوا ۵ لسیزو کې انسانانو سپوږمۍ ته د تګ هڅه نه ده کړې. ښايي د ډېرو لپاره دا پوښتنه پیدا شي چې ولې په دې موده کې انسانان سپوږمۍ ته نه دي لېږل شوي؟
د کلیفورنیا پوهنتون د نجومي علومو استاد پوهاند مایکل ریچ وايي، د سپوږمۍ هر ماموریت زیات لګښت ته اړتیا لري خو ګټه یې تقریباً هیڅ ده.
د متخصصانو په باور د سپوږمۍ د ماموریتونو یوازینۍ ګټه سیاسي او تبلیغاتي ده، له دې پرته بل څه نشته.
په ۲۰۰۴ م کال د امریکا د وخت ولسمشر جورج بوش هم سپوږمۍ ته د انسانانو د لېږلو پلان جوړ کړی و خو د دې لپاره چې پر دې ماموریت څو سوه ملیون ډالره لګښت راته، دا پلان وځنډول شو.
دوی له همدې کبله شک لري چې ښايي د لوړ لګښت له کبله د ټرمپ له لوري د سپوږمۍ د سفر تصویب شوی ماموریت هم وځنډول شي.