تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: امریکا د خپلې اتلس کلنې جګړې په ترڅ کې له څو وروستیو کلونو راهیسې د طالب یاغیانو پر پټنځایونو تر ټولو زیات بمونه غورځولي دي.
دا بهیر په ۲۰۱۶ کال هغه مهال پیل شو چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته لا زیات اختیارات ورکړل تر څو د ترهګرو ډلو ځپلو کې یې لاس خلاص وي.
د امریکا د سنا جرګې د ستراتیژیکو او نړیوالو چارو کمېټې غړی او په افغانستان کې د ځانګړو عملیاتو پخوانی امریکايي سلاکار سي جونز وايي، د هوايي او ځمکنیو عملیاتو شدت به پر جګړه د طالبانو مالي تاوانونه لوړ کړي او هغوی چې فکر کوي جګړه نه شي ګټلای نو له افغان حکومت او امریکا سره به یوه ښه هوکړه ترسره کړي.
په همدې حال کې د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبره پورې امریکا په افغانستان کې ۶۲۰۸ بمونه کارولي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیاته دي، مګر وروستیو دوه کلونو کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په بې ساري ډول پر طالبانو بمبارۍ شوې دي.
د یو ایس ټوډی ورځپاڼې د راپور له مخې ټرمپ په افغانستان کې په کمو ځواکونو خو زیاتو بریدونو تمرکز کوي، له همدې کبله یې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر له ۱۴ زرو څخه ۸۶۰۰ ته راښکته کړی دی، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۱ کې یو لک کسانو ته رسېد او په ۲۰۱۷ کې ۸۳۰۰ ته راښکته شو خو په ۲۰۱۸ کې د اړتیا له مخې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر ۱۴ زرو ته ورسول شو.
خو د امریکا د سنا جرګې غړی سېت جونز وايي، معلومه نه ده چې په هوايي بریدونو زیاته تکیه به ګټه وکړي که نه: (( داسې ښکاري چې طالبان سخت نه دي ځپل شوي، ځکه هغوی لا هم فکر کوي چې موږ د جګړې ګټونکي یوو.))
نوموړی وايي، داسې ښکاري چې د امریکا پالیسي جوړوونکي او ولسمشر پخپله هم د طالبانو جرئت زیاتوي، ځکه د ښاغلي جونز په وینا امریکایانو پالیسي تر لاس لاندې نیولې چې له مخې يې باید په نړۍ کې دا هېواد خپل نه پایته رسېدونکي جنګونه ختم کړي.
خو د امریکا د مرکزي قومندانۍ ویاند ډګرمن بیت رورډن بیا یو ایس ټوډی ته ویلي، پر طالبانو د اړتیا له مخې نه یوازې بمبارۍ زیاتې شوې دي بلکې نتیجه یې هم جوته ده: (( موږ په خپلو عملیاتو کې د ملکیانو خوندیتوب ته هم ډیره توجه کوو او هڅه کوو چې دا کچه صفر ته راښکته کړو.))
دا په داسې حال کې ده چې راپور افغان جګړې ته د امریکا تر ټولو د اوږدې جګړې نوم ورکوي او وايي، له ۲۴۰۰ زیات امریکايي سرتېري په کې وژل شوي او د امریکا د مالیه ورکوونکو له جیبه ۷۵۰ ملیارده ډالر پرې لګېدلي دي، خو د سولې له هڅو سره یې هم خاتمه نه لیدل کېږي.