تاند- د افغانستان د تعمیراتي شرکتونو اتحادیې نن /یکشنبه/ وویل چې د امریکا مرستندوی بنسټونه به په افغانستان کې د ودانیو پر سیکتور سږ کال زر ملیون ډالره ولګوي.
د افغانستان د تعمیراتي شرکتونو د اتحادیې رييس نعیم یاسین په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکايي بنسټونه به تر ۲۰۲۰ پوري په افغانستان کې پر ودانیو یا تعمیراتي برخې تر ۵ ملیارد ډالره زیاتې ولګوي.
د ده په وینا د امریکا د نړیوالې براختیا اداره یو آیس ایډ، د امریکا د پوځ د انجنیري څانګه، په کابل کې د امریکا سفارت او په افغانستان کې د امریکا نورې فعالې موسسې دا پیسې برابروي.
ښاغلي یاسین دا هم وویل چې په افغانستان کې د ودانیو لپاره د امریکا په ۵ ملیارد ډالري مرسته کې یو ملیارد سږ کال (۲۰۱۶) لګول کېږي.
ده وویل چې اکثره ودانۍ د پوځي قطعو، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنځایونو او داسي نورو لپاره جوړېږي.
په افغانستان کې تعمیراتي چارې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ م کلونو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو او سیاسي کړکېچ له کبله تقریباً په ټپه درېدلې وې خو تمه ده چې سږ کال بیا په دې برخه کې کارونه چټک شي.
په ودانیزو چارو کې د امریکا زر ملیارد ډالري پانګونه به زرګونو افغانانو ته د کار امکان هم برابر کړي.