تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: عرب نیوز د طالب لوړ پوړو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې امریکايي مرکچیانو په قطر کې له طالبانو څخه پر لس ورځني اوربند د هوکړې غوښتنه کړې ده.

راپور وايي، امریکايي مرکچیانو همدا راز طالبانو ته ګواښ کړی دی که د لسو ورځو د سراسري اوربند غوښتنه یې ونه مني، نو د سولې مذاکرات ورسره بیا هم په ټپه درولی شي.

عرب نیوز د یو طالب چارواکي له قوله دا خبره تایید کړې او دغه طالب مرکچي ویلي چې امریکایانو د لس ورځني اوربند د غوښتنې تر څنګ د مذاکراتو د درولو ګواښ ورته کړی دی.

دغه طالب سرچینه وايي، امریکايي لوري ورته ویلي، د لس ورځني اوربند په ورځو کې به ورسره د سولې هوکړه هم لاسلیک کړي.

دغه طالب چارواکي وايي، مشرانو یې د امریکا د غوښتنو په تړاو څو ورځې مهلت غوښتی تر څو پرېکړه وکړي چې له امریکا سره لس ورځنی اوربند ومني که نه؟

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې د بګرام له برید وروسته چې لسګونه ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، له طالبانو سره مذاکرات د لنډې مودې لپاره ودرول، تر څو هغوی له خپلو مشرانو سره دا خبره شریکه کړي چې د مذاکراتو پر وخت تاوتریخوالی مقابل لوري ته د منلو نه دی.

One thought on “امریکا طالبانو ته ګواښ کړی چې یا لس ورځې اوربند وکړئ، یا مذاکرات دروو”
  1. بیا هم وایم مخکی می هم ویلی چی ترڅو شته د سولی پروسه د یوی میاشتی یا څو میاشتو لپاره ونه ځنډول شی او په پاکستان باندی سیاسی او مالی فشار را نه وړل شی او له هند سره په نظامی چارو کی مرسته ونشی ګمان نه کوم چی دا وړی شړی شی ځکه کومی خبری چی طالبان کوی دا هغه خبری دی چی پآکستانی سیاسیون او نظامی کسان کله نا کله خپلو رسانیو سره کوی

    له دی مخکی هم پآکستان مجاهدین نه پریښودل چی د نجیب الله له دولت سره مخامخ خبری وکړی او یو داسی نظام دلته جوړ شی چی ولس ته په خیر تمام شی مګر افغان ولس او افغان دولت او همدارنګه نړیوالو ولیدل چی همدا پآکستان ۴۰ کاله کی په افغانستان کی څه ونکړل مګر زه چی ګورم اوس هم په همغه نقشه روان یو

    باید د افغان ولس غوښتی په نظر کی ونیول شی کچیری امریکا په پاکستان فشار نه راوړی کیږی مطلب د دوی ۴۰ کلنه مداخله ته حقوقی جنبه ورکول کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *