تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له ولسمشر غني سره د تېر ماښام په لیدنه کې ویلي چې له طالبانو سره یې د سولې د هوکړې منځپانګه مشروطه ده.
مایک پومپیو، مارک ایسپر ، جنرال سکاټ میلر او خلیلزاد تېره شپه د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له ولسمشر غني، د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست اسدالله خالد، امرالله صالح او د باندنیو چارو وزارت له سرپرست هارون چخانسوري سره د افغان سولې په رابطه خبرو کې ویلي له طالبانو سره به د سولې هوکړه احتمالا راتلونکو اوونیو کې لاسلیک شي او منځپانګه به یې هم مشروطه وي.
هغوی وویل، د توافقنامې هیڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، اما واقعیت او اصل موضوع داده چې هغوی حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي او په کثرت ګرا ټولنه اعتراف کوي.
دواړو لوریو پر هغو میکانیزمونو چې د سولې پروسې پر مالکیت سربېره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اشراف او څارنه هم تضمینوي، په تفصیل خبرې وکړې.
مایک پمپیو وویل: ((پرېږدئ طالبان چې هر څه وایي، ودې وایي. له هره ځایه یې چې وایي، ودې وایي، اما واقعیت دادی چې باید هغوی له تروریزم او القاعده سره مخه ښه وکړي او له جنګه لاس واخلي. موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو، یوو او یوو به.))
په پام کې ده چې د هیواد جمهوررئیس راتلونکې اونۍ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ټولنې بېلابېلو اقشارو، مدني ټولنې او سیاسي حلقو سره د مشورو لړۍ پیل کړي، ترڅو هغوی له جزئیاتو خبر کړي او د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.