ارشیف

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو۱۴ جنګي هیلي کوپترونه او ۵۹ روزونکې جټ الوتکې پاکستان ته سپارلي دي.

د چهارشنبې په ورځ /مې ۶مه/ د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان ته ۱۴جنګي هیلي کوپترونه، ۵۹ جټ الوتکې او ۳۷۴ زغرګاډي وسپارل. دا ټول وسایل په افغانستان کې کارول شوي ول.

د اکانومیک ټایمز له یوه راپور سره سم د کانګریس په یوه داخلي راپور کې ویل شوي:«له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره د امریکا د پوځ مهم پوځي وسایل پاکستان ته لېږدول شوي دي.»

پاکستاني رسنۍ وايي چې هند د امریکا له لوري پاکستان ته د خپلو وسلو او وسایلو له ورکولو سره مخالفت کړی ځکه چې دغه هیواد فکر کوي چې پا��ستان دا وسایل د ترهګرو پر ضد نه بلکې د هند پر ضد کاروي.

دغه راز په افغانستان کې له دې سره خلک سخت مخالفت کوي چې امریکا دې خپلې وسلې پاکستان ته ورکړي چې د طالبانو ملاتړ یې کړی او په تېرو ۱۴ کلونو کې یې د امریکا او افغانستان پر ضد جګړه جاري ساتلې ده.

له بلې خوا امریکا دا وسایل په داسي حال کې پاکستان ته ورکړي چې پاکستاني سیاستوال او پارلماني غړي په ویاړ وايي چې په افغانستان کې یې امریکا ته هم د شوروېي اتحاد په شان ماتې ورکړې ده.

6 thoughts on “امریکا له افغانستانه خپلې یو شمېر الوتکې پاکستان ته ورکړي”
  1. قسم درته ونه کړم چې له امریکایانو نه خره هم ډېر هوښیار دي.

  2. دا خو دپلار او زوی مسئله ده زمونگ ورسره غرض نشته، پاکستان خو همیشه خپل په پلار امریکا او خپل په نیکه انگریز باندی نازونه کوی او دوی هم خپل دنازولی زوی ناز پر سر او سترگو اخلی، دا خو دلمر نه روخانه خبره ده کنه.

  3. داسې ډير په رسنو کي ويل کيږې چه فکې ستان دوه مخۍ سياست لرۍ دا سياست دپاکستان نه بلکې دآمريکاه ،انګليس،او نورو ارتجاعې هېوادو دۍ دآفغانستان ۴۰کلن جنګ دآمريکاه په اورلګيت او دعربو په تيلو شعله ور دۍ فکې ستان ئې يو عسکر دۍ او تش په نامه اسلامي خلګ ئې سپيان دي.

  4. افغانانو ورونو؟
    كه ويده ءي راويش شي،كه ويشءي به حركت شي ،كه به حركت ءي به كأرشي .، او أنرزي مصرف كري.او وكوري جهانيان خه كوي .؟
    كه ويشءي،، به رفتار ءشي،كه به كارءي،،هر جيري اوبه هرحال ءي.ديوخودقيقو دباره دي كريوان ته سر تيت كره،جه به تا اوستا به ورونو دستا دبي اتفاقي نه خه نه دي جه روان تاجك ازبك تكوي بشتون تكوي او همداسي بر عكس، .شكنخل كوي رداو بد واءي تعصب كوى او داسي به سل هاوو نور مسايل .
    دا تول بردي نوكران او به دالر خرخ شوي انسانان دي.
    يو موتي شي ،يوخاي شي،راجك شي اول دوي وبرزوي بيا ديو والي به حالت كي هر جاته جواب وركولي شي او خبل حقوق او دخبل دملت حقوق اخستلي شي .
    لنده داجه وكوري أمريكا به عوض ددي جه دا طياري تا ته در كري همسايه درته تقويه كوي حالانكه مونز ورته أشد ضرورت لرلو مكر باكستان ته ءي وركري .
    بيدارشي.،بيدارشي،ديو موتي والي به حالت كي دا دشمنان دخاوري وباسي او خبل وطن به خبلو لا سو أباد كري .
    كله جه بوه شي به اقدام شه او يو موتي شي ددغو خلكو به جواب شه.
    داجه نن دايو خو نفره بشتانه تاجك تكوي او تاجك بشتانه ازبك او هزاره تكوي او هزاره همداسي بشتانه
    داودخان دروس منشئ ته ويل؟ دي كه شك نه شته جه افغانان غريب مكر وطن فروشان نه دي .
    راخي د داودخان دخبرو بند وأخلو او دا بد نوم نور دخانه لري كرو.
    دوست او دشمن وبيزنو

  5. باور وکړی چی د پورته خبر په لیدلو سره می سر وګرخید دومره بد تاسیر یی راباندی وکړ
    تو لعنت د پر امریکا شی تو لعنت د پر اوباما شی د نړۍ تر ټول لوی او ستر هیواد همدغه امریکا ده که امریکا تروریستی هیواد نه وای نو د پاکستان په شان یوه تروریستی هیواد ته یی هغه وسله یا جنګی الوتکی نه ورکولی پر کومو یی چی په لسهاو زره بیګناه او بی دفاع افغانان د تروریزم په نوم شهیدان کړل، امریکا خو خپل زړه یخ کړ اوس به په همدغه وسله پاکستان هم د افغانانو پر وژلو زړه یخ کړی.
    افغانان لا اوس هم نه پوهیږی امریکا ته دوست وایی.
    امریکا دوست نه دی او نه به دوست شی د افغانانو سرسخت دښمن همدغه امریکا ده.

  6. گرانو هیوادوالو دا خو تر لمر هم روښانه خبر ده چې امریکا د پاکستان په مټو د طالب تر نامه لاندې پروژه په غیر مستقیم ډول پر مخ وړي هغه د کرزی خبره امریکا او پاکستان دواړه د یوه خره غو‌ږونه دی او هیځکله به د افغانستان په ګټه سرنوښت سازه پریکړه ونه کړي هغه په دري کې یو متل دی چې وایی ( ازموده را آزمودن خطا است ) نو د خدای په خاطر دی خلکو موږ ته امتحان راکړی بیا یی مه امتحانوۍ

    په درناوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *