تاند (سې شنبه، د حوت ۲۰) امریکايي چارواکي وايي چې له افغانستان څخه یې د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل کړی دی.

د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس په افغانستان کې له مېشتو ۱۳ زره امریکايي پوځیانو څخه باید ۴۴۰۰ تنه په ۱۳۵ زره ورځو کې ووځي.

د سي این این د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي وویل چې له افغانستانه یې د ځواکونو ایستل پیل کړي او دا ځواکونه له طالبانو سره د امریکا د تېرې میاشتې د موافقې پر اساس ایستل کېږي.

سي این این وايي، که طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي ټول امریکايي پوځیان به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس هم د امریکايي چارواکو په قول وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل پیل شوي دي.

دا اژانس همداراز وايي، سره له دې چې امریکايي چارواکو په تکرار ویلي چې له افغانستانه به د دوی د پوځیانو وتل مشروط وي خو له دې سره سره یې د ځواکونو په ایستلو پیل کړی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس پر اساس طالبانو د تشدد د کمولو له ژمنې سره سره خونړیو حملو ته دوام ورکړی او په لسګونو افغانان یې وژلي دي.

پرون د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وویل چې که طالبان بریدونو ته دوام ورکوي افغان امنیتي ځواکونه به، چې تر دې دمه یې حملې درولي، تهاجمي حالت غوره کړي.

له کله چې امریکا او طالبانو د سولې موافقه لاسلیک کړې، د امریکا پوځ په هلمند کې پر حمله کوونکو طالبانو یوه هوايي حمله کړې وه.

سي این این وايي، هغه شرطونه چې طالبان یې باید رعایت کړي سم څرګند نه دي ځکه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې ځینې شرطونه پټ ساتل شوي دي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر مارک ایسپر تېره اوونۍ په پینتاګون کې خبریالانو ته وویل چې د موافقې ځینې جزییات په دوو پټو (محرمانه) ضمیمو کې دي.

سي این این وايي چې د دې موافقې پر پټو جزییاتو انتقادونه کېږي او ویل کېږي چې په دې معامله کې شفافیت نشته.

سي این این وايي، له افغانستانه امریکايي پوځیانو له دې سره سره په وتلو پیل کړی چې لا بین الافغاني خبرې شروع شوي نه دي او نن (سې شنبه) هم نه پیلېږي.

د موافقې پر اساس باید نن (د سې شنبې ورځ د مارچ ۱۰) د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

خو ولسمشر غني د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل چې د سې شنبې په ورځ به مرکچي پلاوی اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *