تاند (یکشنبه، د قوس ۲۴) امریکايي چارواکي وايي، د ټرمپ حکومت پتېیلې چې روانه اوونۍ له افغانستان څخه تر ۴ زره د ډېرو امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړي.

د دغو ځواکونو له ایستلو وروسته به په افغانستان کې د ۸ زره او ۹ زره ترمنځ امریکايي پوځیان پاتې شي.

این بي سي نیوز تلویزیون د بې نومو امریکايي چارواکو په قول همداراز ویلي چې امریکا دا اعلان څو ورځې وروسته له دې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له څو میاشتې ځنډه وروسته د سولې خبرې بیا پیل کړې.

د قطر خبرې وروسته له دې پیل شوې چې د سږ کال د سپټمبر په اتمه ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ پای ته ورسولې.

امریکا حاضردمه په افغانستان کې د ۱۲ زره او ۱۳ زره ترمنځ پوځیان لري.

این بي سي نیوز وايي چې امریکايي چارواکو ورته نه دي ویلي چې امریکا به دقیقاً کله له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل پیل کړي خو ویلي یې دي چې دا کار به په څو میاشتو کې وشي.

دوو امریکايي چارواکو دې تلویزیوني شبکې ته ویلي چې یو شمېر پوځیان به د افغانستان له خاورې وروغواړي او یو شمېر نور به چې د ماموریت موده یې پوره کېږي راوباسي او پر ځای به یې نور ځواکونه افغانستان ته ونه لېږل شي.

څرګنده نه ده چې دا پوځیان له طالبانو سره د سولې د پروسې په نتیجه کې کمېږي او که له دې پروسې سره تړاو نه لري.

One thought on “امریکا له افغانستانه شاوخوا ۴ زره پوځیان باسي”
  1. خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره ولیدل
    http://www.taand.com/archives/140830

    طالبان له حکومت سره واک ویشي، امریکا سرتیري وباسي

    رپوټونه کاږي چې واشنګټن به ډیر ژر له افغانستان څخه د خپلو څلور زره سرتیرو د وتلو پریکړه اعلام کړي.

    دا راپور د ان بي سي امریکایي شبکې پر داسي وخت خپور کړ چې، د طالبانو اوامریکایي استازو تر منځ د یوه جوړجاړي پر سر خبري یو بل حساس پړاو ته له رسیدو سره سم وځنډیدي.

    دا دوهم ځل دی چې خبري ځنډیږي.

    په روښانه بڼه داسي ښکاري چې پر بګرام هډي د طالبانو وروستی برید به د دغه ځنډ لامل وي.

    سایسي کارپوهان په داسي وخت کې پر امریکايي تاسیساتو بریدونه د سولي موافقي ته له رسیدو مخکي ډیر زیانمنونکي بولي.

    د سیمي د حالاتو مبصرین کاږي چې دغه ډول بریدونه د طالبانو د سیاسي او پوځي مشرتوب ترمنځ بیلتونه په نښه کوي.

    او هغه په دې مانا چې د جګړې د ډګر قوماندانان د سیاسي مشرتابه له وروستیو پرمختګونو او پریکړو خوښ نه ښکاري.

    د سپیني ماڼي باوري سرچینو نن وویل چې ولسمشر ټرمپ به روا روانه کاري اونۍ کې له افغانستان څخه د څلور زره سرتیرو وتل اعلام کړي.

    اوس مهال ۱۲۰۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې میشت دي.

    تر اوسه نه دي ویل شوي چې له افغانستان څخه به تلونکي امریکايي ځواکونه پلي او که هوایي هغه وي.

    د امریکې د هوایي ځوکاونو یوه کنډک مشر چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رسنیو ته ویلي دوي ته تر اوسه پوري له افغانستان څخه د وتلو په اړه هیڅ راز اطلاع نه ده ورکړل شوي.

    په همدې حال کې وسله والو طالبانو او امریکايي ځواکونو تر منځ په دې خبري شوي چې طالبان به د سولي د پروسي له پلي کیدو سره سم د افغان دولت د واک یو مهم شریک وي.

    هغه شراکت چې دا مال د شمالي ټلوالي ( جمیعت، وحدت، اتحاد) او اشرف غني په مشرۍ د سیاسي ضعامت تر منځ برقرار دی.

    ویل کیږي چې واک ته به له رسیدو سره اشرف غني احمدزی د زلمي خلیل زاد په میانجیګري طالبانو سره واک شریک کړي.

    تر اوسه پوري نه ده ویل شوي چې د حکومت کومي برخې به طالبانو ته په واک کې ورکول کیږي خو اندیښني شته چې یو شمیر مهم یعني لومړی درجه ولایتونه او وزارتونه لا وختي طالبانو ته په پام کې نیول شوي دي.

    افغان دولت په وار وار د سولي د خبرو له پیلیدو دمخه د اور بند د انفاذ غوښتنه کړي خو تر اوسه طالبانو په دې باب شین څراغ نه دی ښولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *