تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان له حکومته غواړي چې له کم نفوسو سیمو خپل ځواکونه وباسي.

ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول ویلي چې د دې پلان د عملي کېدو په صورت کې به د افغانستان پراخې ساحې د طالبانو لاس ته ولوېږي.

تر دې پخوا د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د امریکايي او ناټو پوځیانو له وتلو وروسته امریکا د افغانستان له امنیتي ځواکونو غوښتي وو چې د تلفاتو د کمېدو لپاره دې له یو شمېر لېرې پرتو سیمو ووځي.

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په قول وايي، دا تازه غوښتنه د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د هغې ستراتیژۍ ناڅرګنده شوې برخه ده چې تېر کال یې اعلان کړه.

دغو چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، ویلي چې د دې کار هدف دا دی چې افغان امنیتي ځواکونه په ناخوندي ځایونو کې له حملو وژغورل شي او پر ځای یې تمرکز پر ګڼ مېشتو سیمو وکړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان ډګرجنرال جان نیکلسن تېره میاشت په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د لېرې پرتو سیمو پوستې د طالبانو له لوري نیول کېږي چې په ترڅ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو وسایط او وسلې د یاغیانو لاس ته لوېږي.

ده زیاته کړه«پر دې مسله اختلاف دی چې ښه پوځي تاکتیک څه دی او د ټولنې اړتیاوې څه دي.»

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي وویل، دا ستراتیژي د افغانستان په حکومت پورې تړلې ده چې ایا خپل پوځیان باسي او که نه.

ده همداراز وویل، ځینې افغان قوماندانان د امریکایانو له دې وړاندیز سره موافق نه دي ځکه چې دوی فکر کوي چې ځايي خلک به دا کار له دوی سره د حکومت غداري وګڼي.

د امریکا د سي آی اې له اټکل سره سم د افغانستان د ټول نفوس په څلورو کې یوازې یوه برخه په ښارونو کې اوسي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د دفتر د معلوماتو پر اساس د افغانستان په ۴۰۷ ولسوالیو کې حکومت پر ۲۲۹ کنټرول لري، ۵۹ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او ۱۱۹ نورې ولسوالۍ لاس په لاس کېږي.

په امریکا کې د افغانستان سفیر حمید الله محب دا خبره نه تاییدوي چې افغان او امریکايي ځواکونه کلیوالي سیمې طالبانو ته پرېږدي.

هغه وايي، هدف دا دی چې د ښاري سیمو امنیت خوندي شي څو امنیتي ځواکونه وروسته پر کلیوالي سیمو تمرکز وکړي.

One thought on “امریکا له افغانستانه غوښتي چې خپل ځواکونه له لېرې پرتو سیمو وباسي”
  1. افغان دولت، ولس او حکومت باید د امریکا دغه خبره ونه منی او د دا ډول سرګندونو باید سپیناوی وغواړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *