تاند- د امریکا حکومت له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې په خپل منځ کې کړکېچ له سوله ییزو لارو حل کړي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې افغان او پاکستاني پوځیانو په تورخم کې پر یو بل ډزې وکړې
د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په تورخم کې پر یو بل ډزې د یکشنبې له ماښامه پیل شوي او په غیر منظم ډول یې دوام کړی دی.
د ډزو په تبادله کې د یوه پاکستاني جګړن په شمول د دواړو خواوو لږترلږه ۴ تنه پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل:«موږ ټول دا کړکېچ له ډېر نژدې څارو او د امریکا متحد ایالتونه د دواړو خواوو له چارواکو سره په تماس کې دي.»
ښاغلي کربي همداراز وویل:«موږ په ارامه د دې کړکېچ د حل غوښتونکي یوو.»
د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ شخړه وروسته له دې پیل شوه چې د افغان چارواکو په وینا پاکستان د افغانستان په خاوره کې د دروازې د جوړولو کار پیل کړ. خو پاکستان وايي چې په خپله خاوره کې یې د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره دروازه جوړوله چې د افغانستان له عکس العمل سره مخامخ شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د امریکا متحد ایالتونه نه غواړي چې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه دوام وکړي او کړکېچ نور پراخ شي.
په تورخم کې د ډزو د تبادلې په خاطر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ. پاکستان هم په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافېر د احتجاج لپاره احضار کړ.
جان کربي زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد اولسن د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کړکېچ د رامنځته کېدو په مهال په سیمه کې و او ورته نظر یې له دواړو خواوو سره شریک کړ.
د جان کربي په وینا ښاغلي اولسن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره ولیدل او پر بېلابېلو مسلو یې خبرې ورسره وکړې.