تاند- د بارک اوباما حکومت به سبا /دوشنبه/ له افغانستان سره د مرستې په هدف د مرستو یو پکېج په دې هیله اعلان کړي.
د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د دې مرستې، چې ارزښت یې ۳۰۰ ملیون ډالره دی، هدف دا دی چې افغانستان د جګړې د اقتصاد په پای کې په سخته بېوزلې اخته نه شي او په روغتیا، تعلیم او نورو برخو کې د دوولس کاله پخوا په شان حالت ته په شا لاړ نه شي.
د دې مرستې سل ملیونه د افغانستان پوهنتونونو ته په پام کې نیول شوې ده.
د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر لاري سمپل په یوه مرکه کې وویل :«پوښتنه دا ده، د دې لپاره چې دا یقیني کړو چې افغانستان سالم، مضبوط او دومره په پښو ولاړ دی چې مخ په وړاندې حرکت کولی شي، اوس موږ څه کولی شو.»
د مرستو په دې طرحه کې له افغانستان سره د خوراکي موادو په برخه کې د امریکا د مرستې ترڅنګ د عوایدو په ټولولو او ډېرولو او په یوه کال کې له نړیوالې سوداګري ټولنې سره د افغانستان په یوځای کولو کې د دغه هیواد د حکومت ملاتړ او د دې لپاره چې افغان ځوانان وروزل شي او کار وموندلی شي د افغانستان او امریکا د پوهنتونونو ترمنځ د موافقو لاسلیکول شامل دي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې له دې سره سره لا څرګنده نه ده چې په بهرنیو مرستو متکي افغانستان به په داسي حال کې چې له امریکا سره یې امنیتي موافقه لاسلیک کړې نه ده، په راتلونکو کلونو کې مرستې ترلاسه کړای شي.
تېره میاشت د امریکا د کانګریس غړیو له افغانستان سره د امریکا مرستې نیمايي ته رالږې کړې.
ښه او ډېره مرسته ده ، خو که د کرزي فاسد او ولس ضد دولت يي په ریښتیا د ولس په چوپړ کې ولګوي.امریکا باید د مرستو تر څنګ د کنترول یو سیستم هم ولري چې دا مرستې د نورو او پخوانیو مرستو په شان د کرزي او د هغه د مافیايي بانډ جیبونو ته بیا ونه غورځیږي
pesho d khodae dapara mogak na nese