تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵ مه: امریکایي ملټري ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې پنټاګون یا دفاع وزارت له افغانستان او نورو سیمو ۱۵۰۰ بېرته ورستانه شوي سرتېري قرنطین کړي دي.
د دغې ورځپاڼې د راپور په اساس په دغو قرنطین شویو سرتیرو کې یې ۳۰۰ تازه په تازه له افغانستان امریکا ته ګرځېدلي دي.
امریکایي چارواکو ویلي چې دوی به تر څوارلس ورځو پورې په کلیفورنیا کې په یوه نظامي اډه کې قرنطین وي.
ملټري ټایمز لیکلي چې په دغه سرتېرو کې د کورونا ناروغۍ نښې نښانې نه لیدل کېږي خو امریکایي پوځ د احتیاطي تدابیرو له مخې دغه پرېکړه کړې ده.
امریکا داسې مهال له افغانستان ورستانه شوي سرتیري قرنطین کوي چې افغانستان کې د کورونا ناروغی ۶۱ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
یو شپېته نه ؛ بلکې شپاړس مثبتي پېښي.
فکر نه کوم چی مثبتی پیښی دی 61 و اوسیږی بلکه 16 دی