تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د احمد ایشچي د قضیې په تړاو د افغانستان له مرستیال ولسمشر جنرال عبدالرشید دوستم څخه د هراړخیزو تحقیقاتو د پرېکړې ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کیربي وویل، متحد ایالتونه له جنرال دوستم څخه د تحقیقاتو لپاره د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

جان کیربي له احمد ایشچي سره د افغانستان د لومړي مرستیال ولسمشر جنرال دوستم د چلند په وړاندې د امریکا د غبرګون په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل«امریکا د دې قضیې د څېړلو په باب د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د پرېکړې ملاتړ کوي.»

ده همداراز وویل، امریکا د دې قضیې د ملاتړ ترڅنګ د تحقیقاتو پر بهیر څارنه کوي او د تحقیقاتو نتیجې ته انتظار باسي.

څارنوالۍ ته د دوستم احضاروا او د اکبربای دعوه

په همدې حال کې د افغانستان لویې څارنوالۍ جنرال دوستم ته مکتوب لېږلی چې د تحقیقاتو لپاره ورشي.

د جنرال دوستم یوه بل سیال اکبربای ویلي چې حکومت دې له جنرال دوستم څخه د ده د قضیې په اړه هم تحقیقات وکړي.

اکبر بای ویلي چې د شنبې په ورځ /دسمبر۲۴/ به رسماً خپله دعوه اقامه کړي.

اکبر بای تور لګوي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په موده کې جنرال دوستم له ده سره هم د ایشچي په شان زیاتی کړی و.

د جنرال دوستم دفتر وايي چې حاضردمه د دغو تورونو او د څارنوالۍ له لوري د دوستم د احضارېدو په اړه څه نه وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *