تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د حکومت او د حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د خبرو ملاتړ وکړ.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کربي د سې شنبې په ورځ په یوه خبری غونډه کې وویل، واشنګټن تیار دی چې د حکمتیار د اسلامي حزب پرضد د بندیزونو په لېري کولو کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.

ده دا هم وویل چې امریکا د افغانانو په منځ کې د سولې د خبرو لپاره هیڅ راز مخکې تر مخکې شرط نه لري او نه شرط ټاکي.

د سولې په خبرو کې له تور لېسته د حکمتیار او د ده د ګوند د غړیو د نومونو ایستنه، د اسلامي حزب د پلاوي یوه اساسي غوښتنه وه.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې خبرې نهايي شوي دي.

له دې سره  په یو وخت د افغانستان د حکومت اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې له حکمتیار سره د پخلاینې ننګه وکړه، ویې ویل، هر ګام چې په افغانستان کې د کړکېچ او تاوتریخوالي له کمېدو سره مرسته کوي د هرکلي وړ دی.

حکمتیار د مجاهدینو د حکومت په لومړیو کلونو کې د شورای نظار او د دې ډلې له متحدانو سره مبارزه وکړه او دا ډله یې پرې نښوده چې د قدرت انحصار په لاس کې واخلي خو د طالبانو له رامنځته کېدو او د کابل لمنو ته د دې تحریک له رسېدو وروسته حکمتیار د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود په مشرۍ له حکومت سره یوځای شو. د مجاهدینو حکومت ځان طالبانو ته ډېر ټینګ نه کړای شو او د مسعود، رباني، سیاف او نورو جهادي مشرانو ترڅنګ حکمتیار هم له کابله وتښتېد.

دی د افغانستان شمال ته له تلو وروسته ایران ته لاړ او څو کلونه همالته و تر دې چې د کرزي په مشرۍ حکومت جوړ شو او له ایرانه یې په کلکه وغوښتل چې حکمتیار یا وروسپاري یا یې له خپلې خاورې وباسي.

حکمتیار له هماغه وخته د اوسني دولت په مخالفه جبهه کې ولاړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *