تاند، یکشنبه، د جدي ۲۲مه: سي این این خبر ورکړی چې امریکا غواړي له دغه هېواده د سعودي عربستان تر لسو زیات نظامي محصلان وباسي او سعودي ته یې بېرته ستانه کړي.

د سي این این د راپور له مخې امریکایې پوځي چارواکي پر سعودي عربي نظامي محصلانو بې باوره شوي او نه غواړي چې پر خپلو پوځي اډو کې ورته زده‌کړه ورکړي.

تېره میاشت یو سعودي پوځي چې د امریکا د فلوریډا په پوځي هوایي پوهنتون کې تر زده کړو لاندې و، پر امریکایې پوځيانو ډزې وکړې او د خپل استاد په ګډون یې د امریکا د بحري ځواک درې غړي ووژل چې له هغې وروسته امریکا د سعودي عب محصلانو د زدکړې پروسه ودروله.
دغه عرب پوځي ته امریکایي سرتیرو پیغور ورکړی و چې څیره دې د لوڅو فلمونو د نارینه لوبغاړو په څیر ده.

د سي این این راپور وایي چې امریکا غواړي له دغې نظامي اډې څخه تر لسو زیات سعودي محصلان وباسي چې پر هغوی شک کوي ځکه دا مسان د برید کوونکي له نږدې ملګرو څخه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *