تاند- د روسیې د وسلو د صادراتو دولتي ادارې (Rosoboronexport) د جمعې په ورځ وویل د امریکا متحد ایالتونه به راتلونکی کال (۲۰۱۴) د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواکو لپاره ۳۰ روسي څرخکې وپېري.

د ریا نووستي خبري اژانس د راپور له مخې دا ایم آی -۱۷ وي-۵ (Mi-17V-5) پوځي ترانسپورټي هیلي کوپترې به د افغانستان ملي اردو ته د امریکا او روسیې د معاملې پراساس ورکړای شي او وروسته به د هغو شمېر ۶۳ ته ورسېږي.

ایم آی -۱۷ وي-۵ څرخکې د ایم آی -۸ /۱۷ څرخکو د کورنۍ برخه دي چې په څه باندې ۸۰ هیوادونو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *