تاند- د امریکا د دفاع وزارت او د دغه هیواد له مخدرو موادو سره د مبارزې ادارې په افغانستان کې د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې لپاره پر یوې الوتکې تر ۸۶ ملیون ډالره زیات لګولي خو هیڅکله افغانستان ته ونه لېږل شوه.

دا موضوع د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش په تازه راپور کې یاده شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې (ATR 42-500) الوتکه د مخدرو موادو ضد پروګرام ته وپېرودل شوه، په تېرو ۷ کلونو کې په دې الوتکه پوري د څارنې یا کشف وسایل نصب او په جنګي سیمو کې پر عملیاتي وسایلو سمبال شوه او پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت ته تر لومړني اټکل شوي لګښت څلور برابره ګرانه تمامه شوه.

په پیل کې د دې الوتکې بیه ۲۲ ملیون ډالره اټکل شوې وه.

په راپور کې، چې پرون /چهارشنبې/ خپور شو، ویل شوي چې دا الوتکه د مارچ تر میاشتې پوري غیرفعاله او په جک ولاړه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *