لیزا کرټیس

تاند- د امریکا متحدو ایالتونو نن /شنبه/ له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په پروسه او د سولې د خبرو د لار په هوارولو کې مرسته وکړي.

دا خبره د متحدو ایالتونو د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي او منځنۍ اسیا جګپوړې ريیسې او د ولسمشر ټرمپ سلاکارې لیزا کرټیس په واشنګټن کې د سولې د انستیتیوت له لوري په ترتیب شوې غونډه کې وکړه.

دا غونډه «په افغانستان کې د سولې لپاره اوږد لټون» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

دې وویل، د امریکا متحدوایالتونو هڅه کړې چې د پاکستان مهمې امنیتي اندېښنې درک کړي.

د سپینې ماڼۍ دې چارواکې همداراز وویل، د افغانستان په اړه د سیمې له هیوادونو سره سلامشورې او تماسونه د امریکا په هڅو کې مرکزي رول لري.

مېرمن کرټیس تر دې مخکې ویلي و چې د افغانستان د حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند له اعلانه وروسته د امریکا متحد ایالتونه حاضر دي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په خبرو کې برخه ولري.

وسله وال طالبان له کلونو راهیسې د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیزونه ردوي او وايي چې د سولې خبرې یوازې له امریکا سره کوي.

One thought on “امریکا له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان د سولې د خبرو لار هواره کړي”
  1. زه ټالبانو ته وایم، چې امریکا ستاسو سره جنګ نه کوي او تاسو استعمالوي، که وغواړي بیامو هم په یوه هفته کې له منځه وړلای شي، ښه بېلګه یې ستاسو د قدرت رانسکورول دي، او تېره ورځ په موسی قلعه کې ستاسو په غونډه باندې د توپ ویشتل دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *