تاند- امریکايي رسنۍ وايي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست په پټه له پاکستاني طالبانو سره تماس نیولی او هڅه یې کړې چې په روانه سیمه ییزه لوبه کې د خپل موقف د ښه کولو لپاره له هغوی سره مرسته وکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان ملي امنیت د دې لپاره چې په سیمه کې د قدرت په روانه لوبه کې خپل ځای او موقف ښه کړي له پاکستاني طالبانو سره تماس نیولی خو امریکايي پوځیانو له دې ډلې سره، چې له القاعده سره اړیکې لري، د دوی پلان افشا کړی دی.

د امریکا خاصو ځواکونو روانه میاشت په لوګر کې د افغان ځواکونو پر یوه کاروان برید وکړ او د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان یې، چې له کابل سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی و، په زوره ونیوه او تراوسه یې له ځان سره ساتلی دی.

مخکې ویل شوي و چې د پاکستاني طالبانو قومندان لطیف مسود افغان امنیتي ځواکونو نیولی دی. خو اوس راپورونه وايي چې نوموړی د افغانستان له ملي امنیت سره د خبرو لپاره کابل ته روان و.

نیویارک ټایمز وايی، که څه هم د افغانستان چارواکي په ظاهره وايي چې لطیف مسود یې نیولی و خو اوس دوی وايي چې نوموړی یې د پاکستان له پوځه د غچ اخیستلو لپاره دعوت کړی و.

ورځپاڼې د یوه افغان چارواکي، چې نوم یې نه دی ذکر کړی، له قوله ویلي: له پاکستاني طالبانو سره مرسته زموږ په شرایطو د سولې د رامنځته تګ لپاره فرصت برابروي خو د امریکایانو په نظر جګړه لا پېچلې کوي او تلفات زیاتوي.

نیویارک ټایمز وايي، واشنګټن په دې کې ناکامه شوی چې پاکستان په خپل ګاونډي افغانستان کې د یاغیانو له ملاتړه لاس اخیستلو ته قانع کړي خو داسي ښکاري چې د طالبانو له ملاتړه د پاکستان نه لاس اخیستلو افغانستان دې ته هڅولی چې له پاکستان سره ورته لوبه وکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له مخې افغان چارواکي وايي، اوس دوی غواړي چې پاکستان په دې پوی کړي چې دوی هم د پاکستان په شان ناولې لوبه کولی شي.

—————————————–

ستاسو لوستونکو په نظر ایا د افغانستان حکومت د پاکستاني طالبانو ملاتړ وکړي؟

40 thoughts on “امریکا له پاکستاني طالبانو سره د افغانستان د ملاتړ پلان افشا کړ”
  1. سلامونه
    افغانستان خپل ځان نشي سمبآلولاي نو په کوم قسم به پاکستاني طالبان حمايه کړي
    دا د غربيانو دسيسي دي چي حکومت او ولس ته يي په ميراث پريږدي

    په دريښت

    1. کابل باید تر هرڅه د مخه د ملي امنیت اداره له مفسدو پاکه کړي. همدې خلکو د همدې لطیف الله مسید د قضېې په تړاو د لوګر والي ارسلا له منځه یووړ.

      زموږ ملي امنیت هغو ګټو او موخو ته ژمن ندی چې کابل ېې پلان لري (لوی افغانستان) نشي زغلمي

  2. که امر یکا دا موضوع افشا کړی او که یی اقشا نکړی دا فټ موضو عات دافغانستان حکومت نشی ساتلی ځکه چی له مخکی هغوی کی دا سی خلق شته چی فه یوه یوز بی کی ټول معلومات طالبانو او دنیا ته فه لږ فیسو سفاری عوام ټول فری خبر دی دافغانستان فه نورو ادارو کی چی کوم فساد اداری وجودلری فه استخباراتو کی څوچند زیات وجودلری ۰۰۰۰

  3. سیاست یوه لوبه ده. ځنې خلک ېې ناولې بولي، ځکه ځنې خلک له ناولو لارو خپلو موخو ته ځان رسیدل غواړي. دا لس کلنه افغان دوښمنه او پښتون وژنه پنجابي جګړه ېې ښه بیلګه ده.

    دا ټولې نړۍ ته د لمر په څیر روښانه ده چې، خپل عادي ژوند ته را ګرځیدلي طالبان همدې پنجاب چاغ کړل او د پښتنو سیمو ته ېې واستول، ترڅو افغان حکومت لدې لارې تر فشار لاندې راوړي. او پدې توګه کابل کې د خپلې خوښې سیاسي اداره او تر خپل کنټرول لاندي حکومت ولري.
    اوس خو دا نارې په ښکاره وهي او خپل فرمایشونه پر میز ایږدي.

    د ویزرو (پاکستاني) طالبانو او کنداري (افغاني) طالبانو د فعالیت سیمې د د دوی خپل (پښتنو) کلي او بانډه دي. په دواړو خواوو کې د پښتنو کورونه، ښونځي، سرکونه ورانیږي او هره ورځ د وینو سیلاب یوازې د پښتنو په کوڅو کې روان دی. پنجاب او د افغانستان شمال ددغه جګړې په ګټو خپل ځانونه ښه چاغ کړل.

    کچیرې پنجاب دا لوبه همداسې بیلنس او متوازنه فعاله ساتي، بیا نو افغان حکومت کولی شي د وزیرو پښتنو مشرانو سره پدې موخه مرسته وکړي ترڅو د دغه متوازنې جګړې لوری او توازن بدل کړي. پدې توګه د وزیرو پښتنو را خپلول او هغوی د لوی افغانستان د بچیانو په توګه اوږه په اوږه د د پنجاب ضد جګړې طرفدار یم او د پنجاب لپاره ېې یو ښه او مناسب ځواب ګڼم.

    زما افسوس پدې راځي چې زما کنداری طالب تر بل هرچا خپل پښتون ورور زیات وهي او وژنې هم د پښتنو مشرانو کوي. دا کار د میسدو او وزیرو طالبانو څخه نه غواړم. هدف باید پنجاب وي

  4. که افغان حکومت په رښتیا سره داسی کم عقل خلک پیداکړی لکه پاکستان چه پیداکړی هوکی باید کمک ورسره وکړی ترڅوپاکستان هم بی ثباته کړی اومونژیی له شرنه په امن شو

  5. افغان دولت دومره بودجه نه لری چی پاکستانی طالبانو سره همکاری وکړی.

    پاکستانی طالبان دخپل حق او پاکستان کی یو اسلامی دولت جوړیدو په خاطر جهاد کوی.

    که بیا هم داسی وی نو په پښتو کی یو متل دی چی دسوک جواب باید په سوک سره ورکړل شی.

    زما په خیال چی څرنګه په اسلام کی قصاص موجود دی د لاندنی ایاتونو او حدیثو په بنا سره افغانستان د خپل حق اخیستلو لپاره د اسلام له لاری جایز دی.

    الله په خپل دين کي تر انساني وسه د قصاص(مساوات) امر کړی دئ، قران په ګڼو اياتونو کي پر همدې حکم ډېر ډېنګار کړی دئ، له دې امله لازما بايد ووايو چي که يو څوک سړی مړ کړي، نو وژونکی بايد همغه ډول قتل شي، دا قصاص دئ، خو دا هغه مهال چي هغه ډول وژل د دوئ په وس کي وي، تر وس بهر وي نو مکلفیت نه شته.

    دې اصل ته الله داسي اشاره کړې:

    [B]لَا نُكَلِّف[/B][B]ُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا[/B](الاعراف:۴۲)

    ژباړه: موږ يو نفس يوازي د ده د وس په اندازه مکلف کوو.

    دا اصل د الله په قانون کي تل په یاد لره، هر ځای که عبادت، امر يا نهې(منعه) تر بشري وس بهر وي نو همدا اصل هلته کار ور کوي.

    اوس اصلي موضوع ته را ګرزم.

    الهي وينا ده:

    [B]وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ [/B][B]قِصَاص[/B][B]ٌ[/B](المائده: ۴۵)

    ژباړه: او موږ پر يهودو په تورات کي فرض کړې وه چي نفس د نفس، سترګه د سترګې، پزه د پزې، غوږ د غوږ، غاښ د غاښ په مقابل کي، او پرهارونه به سره برابر(قصاص) کېږي.

    يو بل ځای وایي:

    [B]فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ[/B](البقره: ۱۹۴)

    ژباړه: نو که پر تاسو چا تېری وکړ تاسو هم د هغه په شان تېری پرې وکړئ چي دوئ پر تاسو کړی.

    [B]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنْثَى بِالْأُنْثَى[/B](البقره: ۱۷۹)

    ژباړه:اې مومنانو! پر تاسو د قتل په اړه قصاص فرض شوی، ازاد د ازاد، مرېیی د مرييي او ښځه د ښځې په مقابله کي.

    له دې اياتونو په څرګنده معلومېږي چي په قتل کي هم قصاص لازمي دئ، خو که يې وس وي.

    [B]عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: كَسَرَتِ الرُّبَيِّعُ وَهْيَ عَمَّةُ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ [/B][B]ثَنِيَّة[/B][B]َ جَارِيَةٍ مِنَ الأَنْصَارِ، فَطَلَبَ القَوْمُ القِصَاصَ، فَأَتَوُا النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَمَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالقِصَاصِ، فَقَالَ أَنَسُ بْنُ النَّضْرِ عَمُّ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ: لاَ وَاللَّهِ، لاَ تُكْسَرُ سِنُّهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا أَنَسُ[/B][B] كِتَابُ اللَّهِ القِصَاصُ» فَرَضِيَ القَوْمُ وَقَبِلُوا الأَرْشَ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ مِنْ عِبَادِ [/B][B]اللَّهِ مَنْ لَوْ أَقْسَمَ عَلَى اللَّهِ لَأَبَرَّهُ»[/B](بخاري باب قوله: والجروح قصاص ح: ۴۶۱۱)

    ژباړه: انس رضی الله عنه وايي: ربیع چي د انس عمه(ترور) وه د يوې انصارۍ نجلۍ ثنايا غاښونه مات کړل، خلګو قصاص وغوښت، رسول الله ته راغلل او رسول الله هم په قصاص امر وکړ، نو د انس اکا انس بن نضر وويل:نه په الله قسم! د هغې غاښونه به نه ماتېږي اې د الله رسوله! رسول الله وویل: اې انسه! د الله حکم قصاص دئ، نو خلګ راضي شول او ديت يې قبول کړ. رسول الله وویل: بې شکه د الله له بندګانو ځيني داسي دي چي که پر الله قسم وکړي الله به يې ترې خلاص کړي.

    [B]عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّ يَهُودِيًّا قَتَلَ جَارِيَةً عَلَى أَوْضَاحٍ لَهَا، فَقَتَلَهَا بِحَجَرٍ، فَجِيءَ بِهَا إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [/B][B]وَبِهَا رَمَق[/B][B]ٌ، فَقَالَ: «[/B][B]أَقَتَلَكِ فُلاَنٌ؟» فَأَشَارَتْ بِرَأْسِهَا: أَنْ لاَ، ثُمَّ قَالَ الثَّانِيَةَ، فَأَشَارَتْ بِرَأْسِهَا: أَنْ لاَ، ثُمَّ سَأَلَهَا الثَّالِثَةَ، [/B][B]فَأَشَارَتْ بِرَأْسِهَا: أَنْ نَعَمْ، فَقَتَلَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِحَجَرَيْنِ[/B]

    (بخاري باب من اقاد بالحجر ح: ۶۸۷۹، مسلم باب ثبوت القصاص فی القتل ح: ۱۶۷۲)

    ژباړه: له انسه روايت دئ چي يوه یهودي يوه نجلۍ د سپينو زرو د ګېڼې له امله چي د هغې وه قتل کړه، وژل يې هم په ډبره وو، بیا هغه په داسي حال کي رسول الله ته راوستل شوه چي روح لا په کي وو، رسول الله وویل: ايا فلاني ووژلې؟ هغې په سر اشاره وکړه چي نه، بیا يې دويم ځل ورته وویل، هغې په سر اشاره وکړه چي نه، بیا يې درېيم ځل پوښتنه ترې وکړه نو دې په سر اشاره وکړه چي هو.

    نو رسول الله هغه کس په دوو ډبرو قتل کړ.

    له دې حدیثونو جوتېږي چي تر کومه د انسان وس وي نو هغه ډول به قصاص اخلي لکه څرنګه چي قاتل وژنه کړې وي، که هغه ډول تر وس بهر وي نو بیا يې خوښه ده چي فیر کوي يې او که بل څه.

    1. دا ستا په شان یو بل سیاسي ملا را پیدا شي ټولې اسلامي نړۍ ته به د اور اچولو ښې پریمانه فتاوي جوړې کړي.

      سیاست سیاست دی له حدیث او ایته بهر د خپل عقل خبره وکړه.

  6. که یې نه وي کړی باید ویې کړي ځکه پاکستان دواړه خواوي وهي هم له امریکا پیسې اخلي او هم یې طالبان په څنګ کي نیولي دي دا اوس هم حقیقت نده چې پاکستان دي د افغانستان په سوله کې ریښتنی پاتي تر څو یې د خپل نقصان توازون له افغانستان سره برابر نه شي افغان لوري ته دا لوبه په کار ده او دا یواځي پاکستان نده امریکا ورسره غاړه غړئ روانه ده د خپلي بقا لپاره له نظامي نیولي بیا تر اقتصادي او طبي وسایلو ټول امریکا ورکوي هغه افغاني طالبان چي غواړي له دولت سره خبري وکړي له ویري دې کارته زړه نه شه کوي ځکه هغه چلند به ورسره کیږي کوم چې له ملاعبیدالله یا له اوستاد یاسر سره وشو

  7. سلامونه

    زه وایم دا کار د افغانستان په ګټه دئ، له یوې خوا به یې خپل دايمي دښمن وهلی وي، اوبل لوري په سيمه کي به خپل ملاتړ ډېر کړي او د هغې خوا پښتانه به یو څه د دې خوا پښتنو خوی او عادت ونيسي، او د همدې لاري که خدای کول وطن ته به مو ټيکاو را په برخه سي او په ضمن کي به د جګړې پلو بلي خوا ته وغځيږي.. پاکستان خو هغی په سمه نه پوهېږي باید ورته ناولې لوبه ورسره پیل سي.

  8. افغانستان دا واک نلری چِي د پاکستان سره داسي لوبه وکړي او نه هم پاکستان دا واک لري چي په یوازي سر په افغانستان کي لوبه ګرمه وساتي. ددي څخه دا واضح څرګندیږي چي پلان خپله امریکا ورته جوړوي او کله يي افشاء کوي چي کواکي دوي د پاکستانیو خواخوږي دي او یا دا چي په پاکستان باندي فشارراوړي او د ا انګیري چي کواکي د افغانستان دوستي يي مطلب ده. نه هیڅکله داسي نده بلکي دواړو ته پلانونه امریکا جوړوي او که يي زړه غواړي خبره پټوي او که چیري یی زړه ونه غواړو نو افشا کوي يي، خو په اصل کي دا د امریکایانو کار دي که څوک سر پي خلاصوي ښه کنه نو همداسی سرټنبګي در ته ښه ده.

  9. په نړی کی هر ملک د خپل ملی ګټو د ساتنی په منظور چی هر څه ممکن وی کوی یی نو افغانستان هم یو ازاد
    اومستقیل هیواد دی د خپلو ملی ګټو د ساننی په منظور باید هر هغه څه وکړی چی کولای شی او باید ضرور یی وکړی هرهغه لوبه چی په سیمه کی زوموږ کاونډیان راسره کوی موږ هم باید چی عینی تر دی قوی لوبه وکړو تر څو خپل ملی ګټی خوندی کړو.

  10. دیر صحیح کار دی دا موژ او تاسو باید د ددی چتلستان سره همدا شان عمل وکرو.دوی یی چی موژ ته رالیژی ولی موژ خو سه شل او رانده نه یو.دوی موژپری وژنی زموژ اردو او پولیس پری وژنی.باید موژ او تاسو هم ورته همدا خپل خلک یی لمبه کرو او خپله یی په خپلو خلکو ووژنو

  11. د اسلام له لاری ددوی په سیر کړنه جایز دی لاندی ایاتونو کی لوستلی شی.

    [B]وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ [/B][B]قِصَاص[/B][B]ٌ[/B](المائده: ۴۵)

    ژباړه: او موږ پر يهودو په تورات کي فرض کړې وه چي نفس د نفس، سترګه د سترګې، پزه د پزې، غوږ د غوږ، غاښ د غاښ په مقابل کي، او پرهارونه به سره برابر(قصاص) کېږي.

    يو بل ځای وایي:

    [B]فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ[/B](البقره: ۱۹۴)

    ژباړه: نو که پر تاسو چا تېری وکړ تاسو هم د هغه په شان تېری پرې وکړئ چي دوئ پر تاسو کړی.

    [B]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنْثَى بِالْأُنْثَى[/B](البقره: ۱۷۹)

    ژباړه:اې مومنانو! پر تاسو د قتل په اړه قصاص فرض شوی، ازاد د ازاد، مرېیی د مرييي او ښځه د ښځې په مقابله کي.

    له دې اياتونو په څرګنده معلومېږي چي په قتل کي هم قصاص لازمي دئ، خو که يې وس وي.

  12. د افغانستان حکومت ته لازم دادی چی د پاکستان هغه ناروا کړنی چی په افغانستان کی یی ترسره کوی په ځواب کی دوه چنده عمل وکړی هغه که د پاکستانی طالبانو سره مرسته وی اویا کوم بل تکتیک ترهغه پوری ترڅو پاکستان دی ته مجبورشی چی افغانستان څخه د سولی او امنیت راوستوکی مرسته وغواړی، که چیری افغانستان پاکستان داسی مجبورنکړی ترهغی به د افغانستان له خواتورونه اود پاکستان له خوا د همدی تورونو ردونه دوام لری.

  13. افغانستان بايد د پښتنو او بلوڅو د ازادي بخښونکو سازمانو سره اړيکي ټينګي کړي ، د اسلامي بنسټ پالو سره ياري د پښتنو او اسلام بدنامول ، ريشخند او پسخندول دي .
    پاکستان چي دا څلويښت کاله پښتانه د اسلام په نامه غولوي، ثمره يې دا ده چي:په بنسټ پالو يې د پښتنود سر سړي مړه او پښتانه يې په لراوبر کي تباه کړه،پښتانه يې نړيوالو ته وحشي، تمدون ضد ځنګليان معرفي کړه ، بالاخره پښتانه يې د څو سوو کالو لپاره د علم او فرهنګ څخه ليري وغورځول ، پښتانه يې د آزادي غوښتلو د لاري څخه منحرف کړه،که پنځوس کاله مخکي د پښتونستان مسله د هر پښتون پر ژبه وه او ورځنی بحث وو ، خو اوس د ستر مبارز پښتون پاچا خان په کورنۍ او پارټۍ کي هم داسي خلګ سته چي د افغانستان د سياستوالو څخه مايوسه سويدي ،او د ډير مجبوريته يې د خپل سر او بال و بچ د ساتلو پخاطر د پنجاب سره مشترکه ژبه پيدا کړيده.
    په پاکيستان کي بلوڅانو د مذهبي افراطيت څخه تر يو حده ځان ساتلی دی، ځکه يې مبارزه موءثره ده او په نړيواله ساحه کي د توجه وړ دي .
    د پورته خبرو پر اساس افغان سياستوال بايد پوه وي چي د پاکيستان (ا س ا) اسلامي بنسټ پالي د پښتنو د پاره غواړي نه د پنجابي لپاره!

    صابرارمان

  14. We strongly condem USA action against our national security to take our loyal anti TTP Taliban leader from our forces , afghans authority must support anti arfical Pakistan any element like BLA , TTP who confronting cancer Pakistan national interest . its on our A1 national interest to support and play a global game intelegence game . Afghans authority must act against USA about LATIF MASOOD to release our loyal geopolitics interest .

  15. د نړیوال سټېج لوی کرکټرونه لویې لوبې پرمخ وړي، بدبختانه چې دا سټېج پښتني چاپېریال په بر کې نیسي. افغانستان د یو ازاد او خپلواک هېواد په حیث حق لري چې د سولې، امن او څوکالۍ لپاره د هرچا سره اړیکې وساتي، البته اړیکې یې باید د نړیوالو نورمونو خلاف نه وي. خو دا ډول اړیکې، چې افغانستان دولت یې د پاکستاني طالبانو سره لري او یایې هوډ لري چې ویې لري، خاصو سپشلسټانو او خاص جوړښت او چوکاټ ته اړتیا لري. د افغانستان اوسنۍ اداره په خاصه توګه دملي امنیت اورګان یو داسې غیرمتجنس مخلوط دی چې ددنیا د هېڅ ډول تیوري سره سمون نه خوري. دلطیف مسید نیونه او یا د افغان دولت لخوا راغوښتنه او د امریکاد سي ای اې لخوا په زور راښکته کول یو لوی ډرامه تیک عمل وچې د یو غیر فني کرکټر لخوا په یاد سټېج کې لوبېده. امریکه چې د دې سټېج مخکښ لوبغړی دی هیچاته به اجازه ورنکړي چې د امریکې د ذوق خلاف لوبه ترسره کړي. پاکستان د افغانستان په وړاندې هغه د ریالستانو د نظریې سره سم د(صفري کټې) لوبه پرمخ وړي، پدې صورت کې که افغانستان کولای شي چې په ډېر دقت او مسلکي توګه دا لوبه پرمخ یوسي، بده به نه وي، خو دا د کرزي په اداره کې له امکانه لرې ښکاري

  16. داچې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست افغان حکومت ته ښه جوت دی نو افغان حکومت هم باید د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه له هرې ممکنه لارې د پاکستان پوځ د کمزوري کولو او تر فشار لاندې راوستلو هڅه وکړي نو په دې مورد کې باید نه یوازې د پاکستاني طالبانو بلکه د هغه بلوڅو هم په کلکه ملاتړ وکړي کوم چې د کلونو راهیسې یې له پاکستاني پوځ سره وسله واله مجادله روانه کړې. دا کار به نه یوازې پوځ کمزوری، مصروف او تر فشار لاندې راولي بلکه د پاکستان د یوې لویې برخې خاورې د له لاسه ورکولو سبب هم کیدای شي چې په دې ډول به د پاکستان موجودیت هم له لوی تهدید سره مخامخ شي.

    1. داچې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست افغان حکومت ته ښه جوت دی نو افغان حکومت هم باید د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه له هرې ممکنه لارې د پاکستان پوځ د کمزوري کولو او تر فشار لاندې راوستلو هڅه وکړي نو په دې مورد کې باید نه یوازې د پاکستاني طالبانو بلکه د هغه بلوڅو هم په کلکه ملاتړ وکړي کوم چې د کلونو راهیسې یې له پاکستاني پوځ سره وسله واله مجادله روانه کړې. دا کار به نه یوازې پوځ کمزوری، مصروف او تر فشار لاندې راولي بلکه د پاکستان د یوې لویې برخې خاورې د له لاسه ورکولو سبب هم کیدای شي چې په دې ډول به د پاکستان موجودیت هم له لوی تهدید سره مخامخ شي.

  17. وروره تاسو ټول بی معنی خبری کوی پاکستان چی هر کار کوی لندن سره مشوره کوی او دهغوی فه خوشه کار کوی که لندن ورته وویل افغانستان کی کار مه لری بیا یی نلری افغانستان د نر شی خفل ځان ته دی یو داسی دوست فیداکړی چی ددوی فه فایده ورسره لاړ شی لکه پاکستان چی خفل صادق ملګری لری او هیځوک کار فری نشی لرودی افغانستان سره خو امریکا چل کی دی ۰دافغان حکومت ته فکار دی چی طالب سره لاس یو کړی او امر یکا سمبه کړی چی فته ورته ولګیږی چی چل داسی وی فاکستان صادق دوستان لری لکه چین لندن ایران سعودی او داسی نور چی افغان حکومت ځان وشکوی څه نشی کولی یوه غوږ ته دی بړستن کړی او بل ته بالشت اوبس والسلام

    1. زه پخوا پدې عقیده وم چې امریکا په افغانستان کې ستراتیژیکې ګټې لري او افغانستان ته به ژمنتیا لري. خو دغه کار ېې دا ثابته کړه چې په جنوبي آسیا کې تر پاکستان ښه ملګری نلري او نه ېې درلودی شي.

      زموږ مشکل د امریکا یا پنجاب سره ندی. زموږ څخه خپل پردي دي. زموږ لپار د کندار او وزیرو طالب بلا جوړ شویدی. موږ خپل خلک خپلول او پوهول غواړوووووووووو

  18. afghanistan must support pakistani taliban against pak because they already support taliban against afg so we are agree to support pakistani taliban to save our country from this dirty country like pak

  19. افغان حکومت دی خپل ځان ده بل دلاس څخه وه باسی بیاهرسه کوی سی اوس چی هرسه کوی امریکایان ی فرسرټه کوی امریکااوس ترافغانانوفاكستان ته اهمیت ورکوی

  20. زما په فکر هو، باید د افغانستان حکومت هم د پاکستانی طالبانو څخه د هغوی پر ضد ګټه واخلي

  21. وایی چی یوه ورځ پسونو او وزو له یوی ویالی بلی خواته خیز واچاوه . وزی مخکی شوی او له ویالی پوری وتلی . ورپسی پسونه هم ګام واچاوه ، پدی وخت کی د وزی ورته فکر شو او پسه ته یی وویل چا ستا کونه ښکاره شوه او ما ولیده. پسه ورته وویل چی ستا خو هره ورځ لوڅه وی ، هیچا هم تاته څه ونه ویل خو چی زما د یو واری ولیده نو بیا ټول عالم را باندی خبروی.
    پاکستان ته اجازه ده چی هرڅی یی چی د افغانستان لپاره غوښتی وی ، وکړی . مګر که افغانستان دا کار وکړی نو بیا تلفات زیاتوی او جګړه اوږدیږی.

  22. دا ښه خبره ده چی نه اصلاح کیدونکی پاکستان دملک دننه له ژورو مشکلاتو سره مخ کړل شي، خو په دی شرط چی دوام ورکړ شي او دپښتونستان دمسلی غوندی بی حمایی پرینښودل شي بله خبره داده چی تاند باید دهغه کسانو کومنټونه ډيليټ کړي چی غیر ملي دريځ لري او دیوی افغانطرفه رسنئ په شان رول ولوبوي دغه کسان چی پورته یی نظریات خپاره شوي دي ټول دوسله والو افغان دښمنه ډلو غړي او طرفداران دي

  23. دافغانستان او پاکستان طالبان ډیر فرق سره لري هغه داچې دافغانستان طالبان یوه ایډیالوژي جګړه پرمخ بیایي او ددې لپاره یې پخوا امتحان ورکړیدې حکومتداري یې کړیده اکاډمیک پرسونل یا بشري قوت لري چې دا پاکستاني طالبان نلري که افغانستان له دوی سره مرسته هم وکړي خپلولې یې نشي ځکه چې افراد یې دګوتو په شمیر او بې مفکورې خلک یوڅه وخت به له پاکستان سره وجنګیږي خو په پائله کې به ډیر زر له منځه ځي بله داچې امریکې ته نه افغان طالبان اهمیت لري او نه پاکستاني طالبان ، له دواړو سره دښمني پالي پداسې حال کې دافغانستان دا پالیسي هیڅکله نشي کامیابیدلې نو دابه ډیره ښه وي چې افغان حکومت یوځل خپله لوڅه ……..په پرده کې کړي خپله اداره تنظیم او ښه حکومتداري ولري ښه به داوي چې خپل افغاني طالبان خپل کړي نظام ددوی په خوښه جوړ کړي دا کومه بده خبره نده چې حدودالله قائم او نافذ شي پدې برخه کې هیڅکله دچا فشار ته تسلیم نشي بیا هغه وخت هرڅه کیدلي شي افغاني طالبان له پاکستاني طالبانو سره ترهرچا نږدې روابط لري افغاني طالبان دپاکستان لخوا دومره ځورول شويدي چې انتقام ته یې تږی ناست دي خو نن مجبور دي باید دا مجبوریت یې ختم کړای شي خو ترټولو ښه خبره داده چې افغانستان او پاکستان یو داسې جوړ جاړي ته سره ورسیږي چې لدې وروسته هرقسم دښمنۍ او تربګنۍ دپای ټکې کښیږدي او ددواړو ملي ګټې خوندي وي بیا به هغه په ټوله سیمه کې امن اوسوکالي رامنځنته شي

  24. ځوک چه بعده د ۳۵ کلو روانو جګړو دا فکر هم کوۍ چا ايا مونږ دا کار وکړو او کنه ؟ نو ماته دا ډيره عجبه ښکارۍ پنجابئ زمونږ د دهغه بلاتکليفئ نه استفاده کوۍ او وائي چه ـ افغان يا پټان کيا هۍ وه کچ نهي سمچتئ ـ ياره د خدائ لپاره دهغه کار يواځنئ لاره ده چه مونږ د دهغه د فرنګئ د اولاد پاکستان د شره خلاصولئ شۍ د کرزۍ دولت دۍ دا کار وکړۍ مګر بيا د هغه د بلوچانو د روزنئ کمپو مسئله ترينه مه جوړوئي چه د پاکستان د وزير داخله رحمان ملک د افغانستان دورئ په وخت کښۍ يئ د بلوچو اذادۍ خواهو ۴ کمپونه د رحمان ملک د سترګو په وړاندۍ تخريب او برمداد بهګټئ بچاره يئ د هيواد نه وويست او لاړ سويس ته دهغه يو ډير ښه بعديل دۍ مګر افغان دولت دۍ دهغه همجنس بازه امريکا ته دومره وخت مه ورکوۍ چه اوس د زمونږ په کار کښۍ کار ولرۍ افغان سر تيرو بايد چه د امريکا عسکر ځاۍ پر ځاۍ کړۍ وئي او نوم يئ تصادم پر ځاۍ تصادف ايښئ وئي۰ او خپل ميلمه نه نه صرف چه د شعار بلکئ په عملئ بنړه کار اخشتئ وئي.
    مرګ د وئي په پنجاب او د پنچاب په داخلئ کاسه پاکو مولايانو او طالبانو

  25. درروابط بینلمللی باالخصوص در روابط همسایګی حسن نیت ،احترام متقابل وعدم مداخله در امورات یکدیګروهمزیستی مسالمت امیز بین کشورها به اساسی قوانین بین دول ومنشور ملل متحد استوارمی باشد.اګر همین اصل بین کشورها رعایت نمی ګردد راهای دپلوماتیک جستوجو شود اګرتلاش های دپلوماتیک نتیجه نداد راهای دیګر فشار جستوجو میګردد ان راها برخورد متقابل می باشد.

  26. زما په اند تراوسه لا د ملي امنيت اداره ددې جوګه نه ده ، چې داسې کړنې چې پاکستان له مونږ سره کوي دوي هم ورته ځواب ورکړي، خو دا د امريکا يو بل شيطانت دى ، چې له دې لارې افغان پاک په خپل منځ کې سره ګرم او مصروف وساتي هغوي تل په دې هڅه کې دي، چې سيمه نارامه وساتي او خپلي ګټي په کې ترلاسه کړي لکه په پښتو کې يو متل دى چې وايي(( اوبه خړوي او ماهيان په کې ونيسي))

  27. زنده باد استاد یاسر چی پاکستان ته یی هم دی پاکستان ایچاد شوی مفکوره ور واستلوله او د افغانستان دولت هم باید دا پروسه مخته یوسی او پاکستان هم باید دیدی پروګرام د خوند مزه وڅکی چی د بل کور څنګه ورانیږی او دیدی طالب نیول کیدل هیڅ خبره هم نه ده اوس نړی ړنده ده هیڅ هم نه وینی نو د افغانستان حکومت هم باید ورته پالیسی ولری دی هر څه ځواب یوازی په رد ورکولی شی بس رد یی کړه نور هیڅ هم نشته

  28. ګرانو وروڼو او سیاست مدارانو:
    داسي ښکاري چي دالوبه د ډیر وخت څخه شروع ده او ددې همایت او ملاتړ د یو ډیر غټ ځای نه سرچینه اخلي چي هغه د هند هیواد دی او دا لوبه ا ځان او بلخصوص د افغانستان په نفع بولي ترمنځ یې زموږ بیګناه پښتانه وژل کیږي، او پاکستان دا کار د مجاهدینو د وخت نه را شروع کړۍ دی کوم وخت چي شوري هیواد پر افغانستان یر غل وکړ هغه وخت یې زموږ مجاهدین روزل او بلاخر افغانستان یې په کورنۍ جګړه کي ښکیل کړۍ او س طالبان راته روزي او ملک یې په ټکر ټکر کړۍ افغانستان اوس خپل دوست او او دښمن درکړۍ دی نو دې کي هیڅ شک نسته چي ملي امنیت پاکستاني طالبان روزي او داکار به دا لوبه او دا جنګ نور هم اوږ د وساتي خو پاکستان ته هم نه ده پکار چي دالوبه که په خپل همایت وي او که دسمیي د یوملاتړي هیواد په همایت نور دوام ورکړي څکه تاوان یې بیچاره پښتانه ګالي چي د ډیورینډ په اوږدو کي پراته دي او دا کرښه هیڅ افغان ته د منلو وړ نه ده که اوس وي اوکه سل کاله وروسته دا به لوی افغانستان وي، او په اخر کي دیوسیاسي نظر په څیر که کوم هیواد دیو تخریب ملاتړ کوي مقابل هیواد یې هم باید ۱۰۰٪ ملاتړ ته دوام ورکړي او باید د یو لوی قدرتي هیواد سره پر دې موضوع سند هم لاسلیک کړي

  29. د یوه افغان او د لوستونکي په حیث زه به دا ووایم چې د دې په ځای چې یو بل ته کسان ورزي او یو بل ووژني باید په دې فکر وشي چې څه رنګه یو بل ته ورنږدې شي ځکه که د پلې هغه خوا څوک مرې یا دې خوا دوړا پښتانه دي نه په کې پنجابي ته زیان رسي نه فارسي وان ته دا ټوله لوبه د شمالي ټلوالې او پنجابیانو ده چې جوړه کړې یې ده. ملي امنیت کې خو ټول پنجشیریان دي او دوي هېڅکله نه غواړي چې پښتنې سېمې دې په آرامه اووسي.
    بله خبره دا چې ملي امنیت خو خپله د امریکایانو د خیرات په پېسو جوړ دی نو ولې دغه د خیرات پېسې په صوله یزو کارو نه لګوي چې د جنګیالیو په قوي کولو یې لګوي، په دې جنګ پای ته نرسي بلکې جنګ نور هم دوام مومي.
    کوښښ دې وشي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې رامنځ ته شي په دې کې هم زموږ او هم د پاکستدان ګټه ده کنې نو همدغسې به سروالي بروالي ګرزو

  30. USA is playing game between afghan and paki . USA and NATO are not our friends . Pakistan is our great enemy we all know that . Let’s rethink about west and USA who claim friendship . Killing Pakhtuns by punjabi northern alliance warlord to govern or role as and the USA and NATO keep killing as in both side Afghanistan and KPK . our leader are criminal and USA and NATO need these criminal because what ever they want they can do it .

  31. دکرزی دا لوبه صرف او صرف دځان دبقا دپاره کوی ،اوس اوس چی دیر ناوخته دی ځکه شروع کړیده پدی کار سره غواړی چی ګواکی پاکستان به دکرزی دخپل شخصی اغراضو دپاره دلاس آله وګرځوی حال داچی دپاکستان پوځیان او استخبارات خپل ټول کارونه دامریکی په مشوره او هدایتونو او ګډ پلان سرته رسوی او دپاکستانیانو هیڅ کار دامریکایانو څخه پت ندی، داچی پر کرزی داسی لوبی کیږی دا دکرزی خپل ګوداګیتوب دی چی په سرکی یی د امریکایی مریی توب منلی او دافغانستان استقلالیت او ملی واکمنی یی په دوو لاسونو ور وسپارله ، او س غواړی چی دافغانستان د خرڅلاو په بدل کی پوشالی اقتدار ولری ، غافل ددې څخه چی تر اوسه هیڅ یو ګوداګئ هم تر پایه دپردی استخباراتو نازولئ نه وو! نو کرزی به چی یو ناپوه هم دی او توله پُسخندونه هم ورباندی وهی او دئ لاغواړی چی نور هم اقتدار کی باتی شی!او ځان هسی رهبر رهبر شیی!
    افغانان وایی ترکاڼی دبیزوکار ندئ! ریاست جمهوری هم یو فن دئ او دا فن یو ملی افغان چی پوه وی زیرک وی ، با وجدانه وی، پاک وی ، صادق وی ، او دمتین عزم او استقامت خاوند وی خپل شخصی او تنظیمی ګتی تر ملی ګتو پورته ونه ګنی، معامله ګر نه وی، دخلکو او ملی ګتو ساتندویه وی،دهیواد قانونه ته ژمن وی او په کلکه یی مراعات وکړی او پخپله یی مات نکړی، د دولت په چارو کی په هیڅ ډول او هیڅ شرط دغلو خاینینو داړمارانو جاسوسانو او ملی ضد کسانو دتقرر نه ډډه وکړی ، ددولت په اداره کی منظم پلان ولری او داسی نور صفتونو خاوند دیو ریس جمهور باید وی ، اما دا کرزی خو اصلاً یو بازاری او غلو ددلو څخه یو جنایت کار دی چی سر یی پداسی شیانو نه خلاصیږی! نو دده څخه توقع احماقت دی او بس! سلام

  32. USA and NATO paki are the main player few afghan are goal keeper to stop them not to play by afghan blood . Our new leader already chosen by USA and NATO country’s already introduce they are minister . So thank about it is the minister work for afghan or west and USA . We all know USA and paki NATO have Taliban and terrorist alliance beyond the border . if anyone say the truth we all know what happen to him . USA is playing game between afghan and paki . USA and NATO are not our friends . Pakistan is our great enemy we all know that . Let’s rethink about west and USA who claim friendship . Killing Pakhtuns by punjabi northern alliance warlord to govern or role as and the USA and NATO keep killing as in both side Afghanistan and KPK . our leader are criminal and USA and NATO need these criminal because what ever they want they can do it .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *