تاند- په واشنګټن کې د امریکا پوځي، دیپلوماتیک او استخباراتي چارواکي او همداراز کارپوهان وايي، د متحدو ایالتونو له دښمنو سختدریځو یاغي ډلو سره د پاکستان د ملاتړ دوام او ورسره په یو وخت له هند سره د امریکا د پوځي او تجارتي اړیکو پراختیا د واشنګټن لپاره د یوه متحد په توګه د پاکستان ستراتیژیک اهمیت کم کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو په وروستیو کلونو کې پاکستان ته پوځي او اقتصادي مرستې په شدت کمې کړي چې دا په ګاونډي افغانستان کې له طالبانو سره د اتومي پاکستان د ملاتړ د دوام په وړاندې د امریکايي چارواکو د مایوسۍ او خوابدۍ ښودنه کوي.

د امریکايي چارواکو او تحلیلګرانو په وینا دې مایوسۍ له څه باندې یوې لسیزې راهیسي د امریکا او پاکستان پر اړیکو سیوری غوړولی دی او د سختدریځو له لوري د افغانستان په ځینو برخو کې وروستیو پرمختګونو لا زیاته کړې ده.

د واشنګټن د وودراو ویلسن د تحقیقاتي مرکز د جنوبي اسیا د چارو متخصص مایکل کوګیلمن وايي چې په جنوبي اسیا کې له پاکستانه د هند لور ته د پالیسۍ د بدلون نښانې ویني.

امریکايي چارواکي وايي، د پاکستان له لوري د طالبانو د ملاتړ د نه بندولو په وړاندې د امریکا په ځانګړي ډول د امریکايي پوځي او استخباراتي چارواکو نارضایتي اوس له دې سره مرسته کړې چې د ولسمشر بارک اوباما اداره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د نه ښکېلتیا پرېکړه بېرته واخلي.

اوباما تېره میاشت اعلان وکړ چې د سږ کال تر پایه به په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري پرېږدي، حال دا چې ټاکل شوې وه چې د سږ کال تر پایه به ۵ زره سرتېري باسي.

د امریکا د حکومت له ارقامو سره سم، پاکستان ته د امریکا مرسته چې په ۲۰۱۱ م کال کې ۳ نیم ملیارد ډالره وه، په ۲۰۱۶ کې تر یو ملیارده نه زیاتېږي.

د سږ کال په مارچ کې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس سناتور باب کراکر وویل چې هڅه کوي پاکستان ته د ایف شپاړس الوتکو د ورکولو په خاطر د ۴۳۰ ملیون ډالره مرستې مخه ونیسي.

د روان اګست په لومړیو کې دفاع وزیر اشتن کارتر وویل، پاکستان ته ۳۰۰ ملیون ډالره پوځي مرسته یې رد کړې ده ځکه چې دغه هیواد د حقاني شبکې پر ضد اقدامات نه دي کړي.

One thought on “امریکا له پاکستان سره مالي او پوځي مرستې کموي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *