تاند- د پیسو د نړیوال صندوق یا آی ایم ایف د راپور پر اساس چین په اقتصاد کې له امریکا واړوله او د نړۍ په لومړي اقتصادي قدرت بدل شو.

امریکا له ۱۴۰ کلونو راهیسي د نړۍ د لومړي اقتصاد مقام درلود. ۱۴۰ کاله پخوا بریتانیا د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي قدرت و.

د پیسو نړیوال صندوق د خلکو د پېرودوس یا د اخیستلو د قدرت پر اساس د چین اقتصاد ترامریکا یو څه وړاندې بللی دی.

دغه صندوق اټکل کړی دی چې اوس د چین د اقتصاد ارزښت ۱۷اعشاریه ۶ تریلیون ډالره دی چې د امریکا تر اقتصاد یو څه زیات دی. د دغه صندوق په وینا د امریکا د اقتصاد ارزښت ۱۷ اعشاریه ۴ تریلیون ډالره دی.

د پیسو نړیوال صندوق په عین حال کې ویلي چې د نړۍ په هیوادونو کې پیرودوس توپیر لري. په چین کې چې د ژوند لګښتونه ارزانه دي د خلکو د پېرودلو وس تر امریکا پکې زیات دی.

په عین حال کې د چین له لوري پر خپرو شویو ارقامو او احصاییو زیات باور نه کېږي.

د چین صدراعظم لي کیګیانګ هم د خپل هیواد پر ارقامو شک څرګند کړی دی.

خو په دې کې شک نشته چې حاضردمه د نړۍ تر ټولو زیاته اسعاري زېرمه د چین ده مګر دا هیواد د سایسني، علمي او هنري اختراعاتو، تخلیقاتو او ابتکاراتو په برخه کې له امریکا سره سیالي نه شي کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *