ارشیف، بلک هاک

تاند- د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیګار) وايي، امریکا له ۲۰۲۰ وروسته د افغان پېلوټانو د روزنیز پروګرام دروي.

امریکا په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر افغان پېلوټان په افغانستان، متحده عربي امارت، چک جمهوریت او متحدو ایالتونو کې روزلي دي خو سیګار وايي چې دا پروګرام به له ۲۰۲۰ وروسته پای ته ورسول شي.

یو شمېر افغان پېلوټان په امریکا کې د روزنې په مهال تښتېدلي او ډېرو یې په کاناډا کې پناه اخیستې ده. له بلې خوا ویل کېږي چې یو شمېر روزل شوي پېلوټان د پېلوټۍ پر ځای په نورو دندو ګومارل شوي دي؛ له همدې کبله سیګار د افغان پېلوټانو د روزنې پروګرام ډېر ګټور نه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا غواړي چې تر ۲۰۲۲ پورې افغانستان ته ۱۵۹ بلک هاک هیلي کوپتر ورکړي. اوس هم د افغانستان هوايي ځواک د خپلو بلک هاک څرخکو لپاره کافي پېلوټان او ټکنېشنان نه لري.

د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره پر امریکايي سلاکارانو هم نیوکه کوي وايي چې هغوی د افغانانو له کلتور، باورونو، تاریخ او د اردو له وسلو خبر نه دي.

د دې ادارې په وینا امریکايي سلاکاران په بېلابېلو برخو کې افغان قومندانانو ته داسې مشورې ورکوي چې له کبله یې د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام نااغېزمن شي.

د سیګار له راپور سره سم، چې پرون (جمعه- جون ۲۱) یې خپور کړ، امریکا له ۲۰۰۲ څخه تراوسه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر روزنې او تجهیز تر ۸۴ ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي خو لا هم دا ځواکونه په بشپړ ډول په خپلو پښو نه دي درېدلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *