تاند- د امریکا په متحدو ایالتونو کې مېشت افغانان به د یکشنبې په ورځ «د افغانانو وینه» په نوم له ترهګرۍ سره د پاکستان د ملاتړ پر ضد مظاهره وکړي.
امریکا مېشتې افغانان، چې د افغان امریکایانو ټولنه بلل کېږي، وايي چې دا مظاهره د دې لپاره کوي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه همکارۍ او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد مبارزې ته وروبولي.
د مظاهرې یوې ترتیبوونکې عایشې وهاب وویل:«د طالبانو مشر دوه کاله پخوا په پاکستان کې مړ شو، اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال په پاکستان کې ووژل شو خو لا هم په دغه هیواد کې د تروریستانو د روزلو کمپونه فعال دي او بې شمېره بمونو او بمي حمله کوونکو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته ولېږل شي.»
اغلې وهاب همداراز وویل:«دا مظاهره د افغانانو، امریکایانو او هر هغه چا لپاره ده چې له تاوتریخوالي ستومانه شوي او د سختدریځۍ، ترهګرۍ او د بې ګناه انسانانو د وژلو پای ته رسېدا غواړي.»
د امریکا د کلیفورنیا په شمال کې په زرګونو افغانان اوسي. دوی خلکو ته بلنه ورکړې چې د یکشنبې په ورځ په (Fremont Amtrak Station, 37260 Fremont Blvd) ادرس په مظاهره کې ګډون وکړي.
د مظاهرې ترتیبوونکي وايي، سره له دې چې ډېری افغانان په کار بوخت دي او حتی د رخصتیو په ورځو هم کار کوي خو باور لري چې یوه ورځ او هغه هم د مازدیګر څلور بجې د خپل هیواد او وطنوالو لپاره د پیسو له ګټلو تېرېږي.
د دوی په وینا دا ډول اقدامات، که څه هم سمبولیک دي خو د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا پر پالیسیو بې اغېزې نه دي.
د امریکا حکومت په وروستیو کې د پاکستان له لوري د تروریستانو پر ضد مبارزه کافي نه ده بللې او ویلي یې دي، د هغو پیسو بله برخه به پاکستان ته ورنه کړي چې د حقاني شبکې پر ضد د اقدام په خاطر یې پاکستان ته ورکوي.
فرانس پریس خبري اژانس د خبرو سرچینو په قول د پنجشنبې په ورڅ وویل چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دا پیغام په واشنګټن کې د پاکستان سفارت او دغه راز په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته لېږلی دی.
دا ډول اقدامات که څه هم سمبولیک دی ولی په غربی هیوادونو کی دخلکو له خوا په دولتونو باندی قانونی او سیاسی فشار اچول دی او د دولتونو له خوا د ولس هغه فیصلی چی قانونی او دمنلو وړ وی له پامه نه غورځوی .
د بهر میشتو افغا نا نو احسا س تر موږ( د ننه په افغا نستان کې) ډیر ژوندۍ او پیا وړۍ دۍ، په هغوی کی جا سو سان نشته بهرنمي ایجنټان ټول خپل د ذلته ډک ژوند د پرد یو په چوپړ کې د افغانستان د ننه د څو کلدارو لپاره تیر وي، الله ددوی و شر موي
په امریکاکی دمیشتو افغانانواودتروریزم ضد کسانو دا احساس ، درک اوتصمیم دقدروړ اوهرومرو به خپل تاثیر هم ولری په دی هیله چی دنړی په هرګوټ کی عامه افکار دتروریزم دحامی پاکستان پرضد را وپاریږی . .