تاند- امریکا نن /پنجشنبه/ فضا ته خپله جاسوسي سپوږمکۍ لېږي. دا په وروستیو څه باندې لسو ورځو کې د امریکا له لوري دوهمه جاسوسي سپوږمکۍ ده چې فضا ته یې لېږي.
د سپېس د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو (NROL-52) سپوږمکۍ د اتلانتیک (V) توغندي په وسیله په فلوریدا کې د امریکا د هوايي ځواک له مرکز کیپ کاناورال څخه فضا ته توغول کېږي.
د دې سپوږمکۍ اصلي هدف پټ ساتل شوی دی.
ګومان کېږي چې امریکایانو، چې په فضايي تحقیقاتو کې زیات پرمختګ کړی، ښايي ډېر داسې شیان موندلي او لیدلي وي چې لا به نه غواړي چې له نورو نړیوالو سره یې شریک کړي.