وایي چې امریکا یوه داسې ښکلې بلا ده چې نه ترې خلاصیدل شته نه ترې رغیدل. هغه چا څه ښه ویلي دی .څوک ېې دیدن پسې مري. څوک ېې د کټه غورځوي چې خوب راځینه .امریکا چاته لیلا ده چاته بلا او چا ته ژوند بقا..
امریکا یو داسې بند موټی دی. چی یو ېې پرانیستو ته پریشانه دی. نو بل ېې په خلاصولو پښیمانه .
امریکا د هغه هاتي یا فیل په شان ده چې د ړندو په منځ کې ولاړ دی او هر چا ته ېې د بدن بیل بیل اندام په لاس ورغلی دی. چا ته ېې لکۍ او چا ته ېې اوږده پوزه یا خلتم ، څوک ې د پښې نه لاس چاپیروي او څوک ورباندې دپاسه سپور دی
. یووايي چې فیل په اصل کې د ونې د ډډ په شان گرد او زیگ دی. بل بیا وايي چې نه دا خو یو اوږد نل دی چې سر ته دوه سوري لري. چاته غر ښکاري او چاته وړه جارو. ټول درست وایي او یو هم د پوره فیل نه خبر نه دی. همدا نیمه نیمه بې خبري ده چې څوک د امریکا په باره کی یوه جذبه لري او څوک بله مفکوره.خو دې ټولو کې یو قدر شریک دی او هغه دا دی چې دوي ټول دا وايي چې امریکا نه پریږدو. نو څوک ورته وايي گو گو امریکا چې ځه امریکا دې ځای نه ځه. څوک بیا وايي گو گو امریکا. یعني ځه چې امریکا ته ځو. .
پاکستان کې هم ډیرې ډلې یو ځای کیږي او گو او امریکا گو نعرې وهي. یعني ځه امریکا ځه. دوي کې هغه کسان هم شامل دي چې ورور ېې په سلاله کې د امریکا په جنگ کې ټوپک نیولی دی نو بل ورور ې په گوجرانواله کې د امریکا په ضد کوتک نیولی دی. یو وايي چې امریکا ځه ورکه شه او بل وايي امریکا ته قربان شمه. نه دی امریکا پریږدي او نه هغه.د گو امریکا گو په دې مظاهرو کې هغه کسان هم شامل دي چې پخپله ېې د امریکا
سفارت کې د ویزو دپاره درخواستونه ورکړي دي ،نو چې سبا د امریکا رنگینه ویزه ورته راشي ،نوخپل نو بیا خپله ځان ته وايي . گو امریکا گو . ځه امریکا ته ځه خپل ملگري د امریکا مرده باد سره په سړک پریږدي او دی د امریکا زنده باد سره طیارې ته وخیژي. بلخوا امریکا حیرانه ده چې دا هم عجبه خلک دي یو مې کور کې نه پریږدي بلې مې کور نه پریږدي. امریکا وايي چې موږ خو لا پوره ورغًلي هم نه یو او دوي راته د وتلو خبرې کوي .دا څنگه پښتونولي ده؟.
خو د پښتنو دا فکر هم د امریکا په باب د پولې نه یو خوا یو شان دی او د پولې بل خوا بل شان.
اخوا د پولې نه پورې غاړی چې امریکایان لسو کالو نه زیات وخت کیږي چې پراته دي.هلته بیا دا نعره بله معنا ورکوي. هلته ذبیح الله هم وايي چې امریکا نه پریږدو او لطف الله هم وايي چې امریکا نه پریږدو. د دې دواړو د الله د بندگانو د امریکا د نه پریښودو معامله هم بیله بیله ده.هغه چې امریکا پسی ې ټوپک راخیستی هغوي وايي چې امریکایان دلته په زور راغلي او مامه شمیره در گډ یم کیسه روانه ده. نو موږ نابللي میلمانه کور کې نه پریږدو او قسم ې خوړلی دی چی امریکا ولله که که پرې دې ږدو.
په دې غازیانو کې د امریکا د نه پریښودو جذبه دومره غالبه شویده چی امریکا خو څه چی ځان هم نه پریږدي او ډیر ځل داسی شویدی چې د امریکا په ځاې په خپل خلکو باندی ورشي او بیا نه د ځان شي او نه د جهان. وطن امریکایانو ته پریږدي او خپله عالم بالا ته روانیږي.
د امریکا د نه پریښودو یوه بله مفکوره هم افغانستان کې موجوده ده او هغه د هغو وطندارانو د زړونو آواز دی چې د امریکایانو راتگ سره دوي د خربوزو نه د پلازو مالکان شویدي. د خرک نه شهرک ته رسیدلي دي او دا غم ورسره دی که چرې امریکا لاړه نو بیا هم هغه زوړ ملا وي او زړې دورې.دا د امریکا د پیو مجنونان واي چې ځان خو درباندې نه قربانوو خو پریږدو دې هم نه . ځکه که امریکا لاړه نو موږ به بیا کوم غر او کمر ته خیژو. پیښورخو مو هسې هم په ځان اور کړیدی.
دې نه علاوه ډیر نور هغه وطنداران هم شته چې امریکا سره په گډه د خپلو پتلونونو سره ورغلي دي او د امریکا د ټیکسي نه د کابل طیارې ته ختلی دي . هغوی هم وایي چې امریکا نه پریږدو چې بیرته امریکا ته لاړه شي. که امریکا لاړه نو موږ به بیا هغه نیویارک ته ځو چیرته مو چې شل کاله په دې ارمان تیر کړي وو چې کله به امریکا پریږدو.
د امریکا د نه پریښودو جذبه په پیښور کی یو شان ، په توره بوره کی بله معنا ، بدخشان کی بل مطلب او وزیر اکبر خان کی ځانته احساس لري. خو دې ټولو ځاینو نه لیرې د امریکا په کیلفورنیا کې میشت وطندارانو دپاره د امریکا د نه پریښودو مطلب دا دی چې امریکا نه څنگه لاړ شو خپله زاړه شوي دي ،د یو گام اخیستو شان او توان نه لري او بچي هم ورسره نه ځي. ځکه چې هغوي هم وایي چې امریکا نه پریږدو .بل هغه وطنداران دي چې دې لس دولس کالو کې امریکا نوي نوي او تازه راغلي هغوی شا ته خپل وطن ته گوري چې امریکا پکې پخه ډډه لگولې ده او دومره پخه ې لگولې چې د زور لاندی ې سوات او باجوړ هم چغې وهي . نو اوس د سانډیاگو نه سوات او بالټي مور نه باجوړ ته تلل به څه گټه ولري؟ دلته روح سوزي هلته ځان. نه د وطن شول نه د جانان. نو د وطني امریکاي مشرانو سره کشر امریکاي وطنداران هم واي چې یار سمدستي خو د امریکا پریښودو امکان نشته یعني امریکا نه پریږدو.
دا لکه د هغې کیسې په شان حالت دی چې وايي چې خیرس یا میلو د سیلاب په اوبو کی لاهو شوی وه. نو د سیند په غاړه ناستو دوه کسانو پرې د کمبلې گومان کړې وه او چې کله یو پکی په لامبو لامبو د کمبلې خوا ته ورغلو نو میلو ورنه لاسونه راچاپیره کړل. دې ورنه ځان خلاصوي او هغه ې نه خوشې کوي. نو دا بل ورته واي چې هلکه که کمبله نه شې را کش کولئ نو پریږده ې خوشې ې کړه راځه ترې. نو هغه ورته د دریاب د منځ نه غږ کوي ( آشنا زه خو کمبله پریږدم. خو کمبله ما نه پریږدي!.)
نو اوس چی هر چیرته گورې امریکا ته خلک په خپل خپل فکر گوري او وايي چې امریکا نه پریږدو .
څوک ې د تورو اوبو بلیک واټر نه ویږیږي او ورتلو ته ې نه پریږدي. څوک لار نه ورکوي او څوک ورته په سړک سلامي ولاړ وي. څوک ې نا بللی میلمه بولي او کښناستو ته ې نه پریږدي .بل ې په زوره کښنوي او پاڅیدو ته ې نه پریږدي. چا دپاره مربي دی او وايي که مربي لاړو نو مربه به څنگه خوري .بل ې سرپناه گڼي او پخپله امریکا پورې نښتی دی او واشنگټن په لارو کوڅو کی ځان سره گوتې شماري او گونړیږی او وایی
امریکا نه پریږدم . امریکا نه پریږدو
gran Matiullah sahib ta salamuna au neki hely, dera pa zra puri lekana da , pa kalam de barakat sha . der zyat me worta wakhandal au bea de pa yuo jawar soch ki wachawalam . pa dranakht