د محمدزمان سهیل لیکنه – 

د سیاست مخ او څټ ریښتیا هم په سمه توګه نه شې درک کېدلی په ځانګړې ټوګه د هغې سړي جګړې را وروسته، چې امریکا او شوروي یې لوبغاړي و. وروستیو لسیزو کې خو امریکا آن د نړۍ په اړه سیاسې واګي(قېضي) لاس کې ونیول، پوره پوره یې هڅه وکړه، څو خپله هغه خبره، چې ویلې یې و(د نړۍ هیوادونه باید د امریکا یکتازې ومنې او غاړه ورته کېږدي که نه نو خیر یې نشته) عملې کړي او تر ډیره بریده پدې ستراتېژۍ کې، کامیابه هم شوه.

که څه هم شوروي د پاکستان له لارې د امریکا په تمویل او د افغانانو د بې ساري وینې په تویېدو ملا ماتې او مېدان یې امریکا ته پریښود، خو امریکا د راتلونکو خطراتو څخه د خلاصون په موخه افغانستان د خپلو اهدافو ښکار او د جګړو سپرغۍ یې تازه وساتلې. له یوي خوا یې سکارو ته پکی وهه او له بلې خوا یې ملګرو ملتونو ته افغانستان کې د دایمې سولې ټینګښت بهانه نیولې وه.

څه امریکا هوښیاره وه او څه ملګرو ملتونو پري سترګې پټې کړي کنه نو د شوروي تر ماتې وروسته په افغانستان کې د امریکایې او تش په نوم د سوله ساتو ځواکونو شتون څه معنی لرله؟ ځکه نور خو د جګړې لپاره مېدان کې څوک پاتې نه و.

شوروي پخپل ځان اخته شوه او د شوروي د ماتې لپاره د امریکا په غوښتنه په پاکستان کې جوړ شوي ګوندونه او محاذونه یې پخپلو کې، په ټکر واچول، طالبان یې له بلوري د پاکستان پرمټ حمایه او د افغانستان د ویجاړې مفکوره یې ور پېچکارې کړه.

له هماغه ځایه ده چې پاکستان د امریکا په غوښتنه د ترهګرو ډلو پر روزلو روږدی شوی، اوس که وغواړي ځان ترې خلاص کړي هم یې نه شې کولی. د اوباما د واکمنۍ پرمهال په سوریه، عراق او فلسطین کې، نوي (تورمخې) ډله د امریکا د اهدافو د تحقق په موخه د نړۍ په جګړو کې، نوی باب و.

کله چې په افغانستان کې د امریکا له غوښتنو سره سم د ملې وحدت حکومت رامنځته شو نو، د (تورمخې ډلې)لېکي د دې هیواد د بربادۍ لپاره له ختیځه را څرګندې شوي، چې بغیر له کوم دلیله او تیر ته په کتو ویلی شو، د پاکستان له لارې دغه ډله افغان خاورې ته داخله او د جګړو لړۍ یې لا تیزې کړي.

د طالبانو د مختلفو ډلو چې مشرې بېلابېلو اشخاصو کوله سر بیره، (تورمخې ډله) او پکې د مختلفو هیوادونو اتباع چې زیاته سلنه یې د پکستان د بلوچستان، تیرا او نورو سیمو و د افغان جګړو ښکیل لورې شول. پدې ټولو کې د امریکا اهداف و او د پاکستان له لارې یې په افغانستان کې عملي کول. پخوا هم افغان حکومتونو هڅه کوله نړۍ ته د پاکستان توره څېره بربنډه کړې، خو د امریکا چې اهداف و دغه هڅې یې هم د افغاستان له داخل او هم بهر څخه ننګولې.

اوس هم اتیا په سلو کې، د ملې وحدت حکومت ستنې د امریکا له لورې شړیدلې، خو تر ډیره بریده په یوازې سر د ملې وحدت حکومت د مشر محمداشرف غنې د بهرنۍ پالیسۍ له برکته د پاکستان اصلې څهره نړیوالو ته ښکاره کېدونکې ده نو امریکا په دې خاطر، چې د پاکستان د دې ناوړه څهرې د اصلې عامل په توګه نړۍ ته څرګنده نه شې نو، د امریکا اوسني مشر له لوري د پاکستان په وړاندې دریځ کې بدلون راغلی.

د پاکستان د پوځ عسکر لېدل کېدل د طالبانو له یوه غړې سره نوي خبره نه ده، حتی (دتورمخې ډلې) له غړو سره د پاکستان عسکر لېدل شوي، مګر په چا یې منئ. اوس تیره د چهار شنبې په ورځ د امریکا له لورې پاکستان د هغو هیوادونو په ډله کې وشمیرل شو، چې ترهګريزي ډلې روزي او پنا ورکوي.

 دا خبر خپله تاند ویپ پاڼې د افغانستان د د ولسمشر یوه ویاند نجیب الله ازاد په حواله خپور کړی، چې د ۹۶ کال د سرطان په ۲۹ /چهارشنبه/ په خپله فېسبوکپاڼه کې اعلان کړې او لیکلي یې دي چې امریکا دا کار نن کړی او ویلي یې دي چې د لشکرطیبه او جېش محمد په شان تروریستي ډلو په ۲۰۱۶ م کال په پاکستان کې روزنې، د پیسو ټولولو او د دغه هیواد له خاورې څخه عملیاتو ته دوام ورکړ.ښاغلی ازاد په وینا، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم په اړه په خپل کالني راپور کې ویلي چې د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو د هغو ډلو پر ضد عملیات کړي چې د پاکستان په خاوره کې دننه جنګېږي؛ لکه د پاکستاني طالبانو تحریک.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي«پاکستان د افغان طالبانو یا حقاني شبکې په ضد د پام وړ اقدام نه دی کړی؛ خو دغه هیواد د هغو هڅو ملاتړ کړی چې دا دوې ډلې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر ته حاضروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور وايي«پاکستان د لشکر طیبه او جېش محمد په شان ډلو پر ضد په ۲۰۱۶ م کال کې اقدام نه دی کړی. دغو ډلو په پاکستان کې تریننګ، د بسپنو ټولولو (چندې) او عملیاتو ته دوام ورکړی دی،»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې دا هم ویل شوي چې په هند کې د ماویستي یاغیانو او پاکستان مېشتو تروریستانو له لوري تروریستي حملې شوي دي.

نو ویلی شو، چې امریکا پخپله په پاکستان کې د ترهګریزو ډلو د اصلې مراکزو ایجادوونکې ده. اوس یې تور لیست کې اچول هم دا بېله دیپلوماسي ده، ځکه امریکا کې د چارو ترسره کولو واکداران بدلېږي خو ، اهداف او د ځان د ګټو لپاره جوړه شوي مخکنۍ ستراتېژي یې هیڅکله هم نه بدلېږي او تر هغې چې د امریکا په ګډون اوس د لویو قدرتونو ترمنځ پر اقتصادې ګټو ټکر، چې دا ګټې یې هم نه خپلې دي او نه یې هم پخپلو هیوادونو د،  بلکې د افغانستان څیر هیوادونو دي پای ونه مومئ د جګړي به یوازي په لږو توپېرونو سره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *