تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا باندنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز په یو تازه بیان کې ویلي، نړیوال متحدین نور په افغانستان کې له خصوصي مسایلو ستومانه شوي دي.
ویلز په یوه ټویټ کې لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ د کورونا او د هغې د ویجاړوونکو اقتصادي اغېزو تر فشار لاندې ده، مرسته کوونکي له خصوصي مسایلو او پروګرامونو چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ په وړاندې مطرح کېږي، ناهیلې او ستړي شوي دي.
ویلز تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغانستان سره یې د مرستو دوام د یو ټولشموله حکومت په رامنځته کېدو پورې تړلی دی.
دغه امریکایي چارواکې داسې مهال دا غبرګون ښیي چې تازه د عبدالله د ټیم یو مهم غړي فضل احمد معنوي خبر ورکړی چې سره کرښه یې ټاکلې او د حکومت په اساسي جوړښتونو کې له بدلون پرته پر هیڅ مذاکراه باور نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې ډاکټر غني د سیاسي مشرانو په غوښتنه د خپلې کابینې مقررۍ تر څو ورځو ځنډولي او هڅه کیږي دواړه لوري په کې یوه جوړجاړي ته ورسیږي.