تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: امریکا د جرایمو د نړیوالې محکمې لخوا افغانستان کې د جنګي جرمونو د څیړنې د جوزا پریکړې په غبرگون ویلي، اجازه نه ورکوي چې څوک یې پوځیان په افغانستان کې د جرمونو په نوم محاکمه کړي.

د جرایمو د نړیوالې محکمې د استیناف خونې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په پنځمه (کب ۱۵) فیصله وکړه چې د دغې محکمې څارنواله فاتو بینسودا په افغانستان کې د جنګي او بشري جنایاتو په اړه خپلې څیړنې پیلولی شي.

خو د امریکا د باندنیو چارو وزارت بیا په یو اعلامیه کې پدې اړه لیکلي چې دا د یوې غیر مسؤولې سیاسي موسسې حیرانوونکی اقدام دی چې ځان یو حقوقي سازمان بولي.

په اعلامیه کې همداشان ویل شوي چې ددې محکمې د حکم بې اعتنایي پدې کې ده چې څو ورځې وروسته له هغې صادریږي چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په اړه یو تاریخي سند لاسلیک کړ چې د څو نسلونو جګړې وروسته یې د سولې لپاره ښه چانس رامنځ ته کړی.

اعلامیه وایي چې د افغانستان حکومت هم د جرمونو نړیوالې محکمې نه غوښتي چې له دغه اقدام نه ډډه وکړي، خو په وینا یې چې د جرمونو د نړیوالې محکمې سیاستوال بل هدف لري.

له دې دمخه هم امریکا خبرداری ورکړی و چې که د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د امریکایانو له خوا د ترسره شویو جرمونو د ادعاو په هکله تحقیقاتو ته دوام ورکړي ښایي متحده ایالات ددې محکمې پر قاضیانو بندیزونه ولگوي.

د جرمونو نړیواله محکمه چې په ٢٠٠٢ کال کې جوړه شوې، لومړنی محکمه ده چې په نړۍ کې جنگي جرمونه، د بشریت ضد جنایات او د نسل وژنې اړوند مسایل څیړي.

افغانستان په ٢٠٠٣ کال کې ددغې محکمې غړی شو.

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان د چارو څیړونکې پاتریشیا ګوسمن ددې محکمې له تصمیم څخه هرکلی کړی او هغه یې د هغو افغانانو لپاره یوه بریا بللې چې له مودو راهیسې د عدالت په تمه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *