ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، هر هیواد چې له ایرانه تېل اخلي امریکا به پرې له استثنا پرته بندیزونه ولګوي.
براین هوک لندن کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، هیواد به یې له ایران څخه د خامو تېلو په هر ډول صادراتو بندیزونه وضع کړي.
نوموړي اسیايي ملکونو سره د ایران د تېلو د معاملاتو په تړاو ویلي، واشنګټن په تمه دی چې له ایرانه د چین د تېلو پېرنې په اړه راپورونه و ارزول شي او هر هغه چا باندې به بندیز ولګوي چې له ایرانه تېل پېري.
دا په داسې حال کې ده چې هرمز کې د امریکايي ډرون الوتکې له راغورځېدنې وروسته امریکا د ایران پر مذهبي مشر بندیزونه لګولي او خارجه وزیر ته یې هم ګواښونه کړي دي.