د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کیربي

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان او پاکستان د ورته تروریستي شبکو له خطر سره مخامخ دي او د امریکا متحد ایالتونه د ګډ دښمن پر ضد د دواړو هیوادونو ترمنځ په خبرو او همکاریو کې د پرمختګ هیله لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کیربي دا خبره د جمعې په ورځ د افغانستان د ولسمشر د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه، ویې ویل:«د امریکا متحد ایالتونه لا هم باور لري چې افغانستان او پاکستان د تروریستي شبکو له شریک ګواښ سره مخامخ دي.»

کیربي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پاکستان د افغانستان د ناامنیو او ګډوډیو مسوول وباله.

په امریکا کې د پاکستان سفیر جلیل عباس جیلاني د نیویارک ټایمز ادعا رد کړه، ویې ویل چې باید د نړیوالې ټولنې د مشترکې ناکامۍ پړه په پاکستان وانه چول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *