تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړتوب رد کړ، ویې ویل باید دا دوه هیوادونه په خپله په تورخم کې خپلې شخړې حل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کربي په یوه خبري غونډه کې وویل:«ښکاره خبره ده چې موږ په سرحدي شخړو، په تېره بیا د تورخم په شاوخوا کې په نښتو ډېر اندېښمن یوو. موږ له دواړو خواوو غواړو چې کړکېچ پای ته ورسوي او د کشالې د کمولو لپاره خبرې وکړي، د تګ راتګ لاره پرانیزي او دا کارونه په سوله ییز ډول وکړي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تورخم کې د نښتو په ترڅ کې د دواړو خواوو لږترلږه ۴ پوځیان ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول.
تورخم له یوې اوونۍ وروسته نن /شنبه/ پرانستل شو.
جان کربي د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«موږ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ کوو چې هڅه کوي د سولې بهیر بېرته ژوندی کړي. دا چې سرحدي شخړې د پخلاینې پر پروسې څه اغېز لري، نه پوهېږم.»
کربي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې په حل کولو کې د امریکا رول رد کړ، ویې ویل:«ما تراوسه پوري د دې (کار) عملي اغېز نه دی لیدلی. دا شخړې یوازې په وروستیو ورځو کې تودې شوي. خو له دې سره سره موږ د پخلاینې د پروسې د پرمختګ غوښتونکي یوو. موږ د منځګړتوب رول نه لوبوو او په دې اړه مو مخکې خبرې نه دي کړي.»
کربي زیاته کړه، امریکا غواړي چې افغانستان او پاکستان د خپلو اختلافاتو د حل کولو لپاره په ګډه کار وکړي. دوی د دې ډول ستونزو د حل کولو توان لري، پخوا یې هم په ګډه حل کړي دي.
امریکا به کله زمونږ په درد خوړل کیږي، امنیتي تړون یې د څه لپاره لاسلیک کړی؟ زه نه پوهیږم چې دوی زمونږ د ساتلو لپاره راغلي او که په مونږ ځان ساتي. نه زمونږ ملي قواو ته درنه سلاح او د کار مهمات ورکوي او نه زمونږ په خاوره تیري کونکو ته غاښ ماتونکی ځواب ویلی شي. حتی زمونږ جنګي هیلې کوپترونو ته د راکټو اجازه نه ورکوي او دا ویره لري چې افغانان به په دوی بمبار وکړي، دا پدې معنی چې تر څو امریکان په افغانستان کې وي زمونږ قواوې به د درنې وسلې خاوندان نشي. او نه به زمونږ په لانجو کې مداخله او منځګړتوب کوي. زه خو وایم اوس هم ناوخته ندي چې دوی ته خدای په اماني ووایو او د کوم بل غښتلي او نر هیواد سره لاس یو او ورڅخه د جنګي اکمال غوښتنه وکړو. که نه نو د امریکا په شتون کې به د داسې بې تاریخه ګاونډیانو د ځواب نه یو.
ضرورت هم نشته افغانان دی خپل خان دفاع کولای شه