تاند- د ۷ مسلمانو هیوادونو اتباعو ته د امریکا د وېزې د محدودیت له اعلانه وروسته سپینې ماڼۍ وویل چې په دې لیست کې ممکن پاکستان هم شامل شي.
پاک تریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د یکشنبې په ګڼه کې راپور وکړ چې د سپینې ماڼۍ د دفتر ريیس ریینس پیربس سي بي ایس نیوز ته وویل«د پاکستان په شان نور هیوادونه هم چې ورته ستونزې لري په دې (لیست) کې راتلای شي….»
ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل«د اوس لپاره همدا هیوادونه شامل دي چې نومونه یې اعلان شوي دي.»
ټرمپ د جمعې په ورځ په اعلان کړي حکم کې د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن نومونه یاد کړل او ویې ویل چې د دغو هیوادونو اتباعو ته به تر۹۰ ورځو پوري اجازه نه ورکول کېږي چې امریکا ته ورشي.
د یکشنبې په ورځ د امریکا حکومت اعلان وکړ چې د دغو هیوادونو هغه اتباع چې امریکايي ګرین کارت (دایمي اقامت) ولري، امریکا ته تللی شي.
مخکې ځینو امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ګرین کارت لرونکي هم په بندیز کې شامل دي.
ظاهراً ټرمپ دا بندیز د دې لپاره لګولی چې په امریکا کې د تروریزم مخنیوي وکړي خو په نړۍ کې د ده دا اقدام د بشري حقونو او تبعیض ضد هلوځلو خلاف هڅه بلل شوې ده او د نړۍ یو شمېر هیوادونو غندلې ده.
د امریکا په دغو محدودیتونو کې د افغانستان نوم نه دی یاد شوی خو ویل شوي چې په ځانګړي ډول به هغه افغانان د ټرمپ فرمان اغېزمن کړي چې په افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو د ترجمانانو او سلاکارانو په توګه کار کړی او ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
ترټولو مهم ترهګر هیواد همدا پاکستان دی. که چیرې پاکستاني اتباع په تورلست کې شامل شي ، فکر کوم امریکا به رښتیاهم له تروریزم نه خوندي شي خکه چې د تروریزم اصلي مرکزونه او فابریکې په پاکستان کې واقع دي.