تاند- د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې ځواکونو یې په افغانستان کې د پاچا خان پوهنتون د حملې د اصلي طراح عمر خلیفه په شمول ۴ نور ترهګر وژلي دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویندوی پیتر کوک وویل چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پر ضد د برید په لړ کې د طارق ګیدار ډلې مشر عمر خلیفه له څلورو نورو سختدریځو سره وژلی دی.
د طارق ګیدار ډله، چې ویل کېږي د پاکستاني طالبانو د دره ادم خېل له طالبانو سره تار لري د مې په میاشت کې نړیواله تروریستي ډله ونومول شوه.
ویل کېږي چې د خلیفه په مشرۍ ډلې د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ په میاشت کې پر پاچا خان پوهنتون د خونړۍ حملې په شمول ګڼې تروریستي حملې کړي دي.
دا ډله د ۲۰۱۴ م کال د پېښور د پوځي ښوونځي پر حملې هم تورنه ده چې ۱۳۰ ماشومان پکې ووژل شول.
امریکا وايي چې په ننګرهار کې یې دا برید د افغانستان او پاکستان د ګډ امنیتي ګواښ په خاطر کړی دی.