تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکارې د افغانستان له خلکو څخه په لیکلي بڼه د بخښنې د غوښتلو خبره رد کړه.

سوزن راييس تېره شپه د امریکا سي این این تلویزیون ته وویل، دې ته اړتیا نشته چې امریکا له افغانستانه بخښنه وغواړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د  افغانستان د ولسمشر ویندوی پرون وویل چې د ولسمشر کرزي او جان کیري په ټېلفوني خبرو کې موافقه وشوه چې د امریکا ولسمشر به افغانستان ته یو لیک ولېږي او په هغه کې به د تېرو دوولس کلونو په ترڅ کې د ترور پرضد په جګړه کې تېروتنې تایید کړي او ژمنه به وکړي چې نور به تېرې تېروتنې نه تکرارېږي.

خو میرمن راييس تاکید وکاوه چې نه داسي کوم لیک لیکل شوی او نه چا ته ورکړای شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس بیا وايي، امریکايي چارواکو ویلي چې د لیک غوښتنه د افغانستان ولسمشر د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره د پرون ورځې په ټېلفوني خبرو کې کړې ده.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي وویل چې د موافقې پر سر په خبرو کې لوی خنډونه له مخې لېري شوي او د امریکايي پوځیانو له لوري د افغانانو د کورونو د تلاشۍ مسله هم حل شوې ده.

د ده په وینا امریکايي پوځیان به یوازې په استثنايي حالاتو کې، چې د ژوند جدي خطر موجود وي، د افغانانو کورونو ته د تلاشۍ لپاره ننوتی شي.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د امنیتي تړون پرجزییاتو تراوسه خبرې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جن ساکې خبریالانو ته د اختلاف وړمسایلو یادونه ونه کړه خو دومره یې وویل چې دواړه لوري د تړون پر وروستیو مسایلو کار کوي.

«دا واضح ده چې د پاتې مسایلود هواري لپاره یوڅه پرمختګ شوی. زه فکرکوم دا ډیره د حیرانتیا خبره نده چې وویل شي موږنهایي مرحلې ته نژدې شوي یو، نهایي متن ته چې لویې جرګې ته وړاندې کیږي. د اهغه مرحله ده چې موږ به ورورسیږو او هغه هم د خبرو دغې لوړې سطحې ته چې تراوسه پورې نه یو وررسیدلي.)»

رویټرز خبري اژانس وايي، داسي ښکاري چې د افغانستان او امریکا په دوه اړخیزه امنیتي موافقه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د حل کولو هڅې پرون په وروستیو شېبو کې له مشکل سره مخامخ شوي.

د دې اژانس په وینا اختلاف د امریکا له لوري د تېرو ۱۲ کلونو په جګړه کې د امریکا د تېروتنو پر سر د بخښنې د غوښتلو پر مسلې رامنځته شوی دی.

5 thoughts on “امریکا وايي، له افغانستانه به د تېروتنو په خاطر بخښنه ونه غواړي”
  1. Why USA apologies to the poor , weak , internally unstable , politically unstable , corrupt and anti afghans six neighboures , etc . Now they will keeping pakistan trained terrorist war in afghans home and we will except USA army any time to break our door to look for Pakistan trained terrorist in our home like for last 12 year they keep this pashtoon genocide war in our pashtoon aeras because of our unfortunately none afghans national leadership and not correct national forieghn A1 policy . Is I am afghan Is not in our interest to allow USA to open our door and keep Pakistani terrorist war in my country after 2014 . Only they can give one base not historically and strategic base Whitch is BAGRAM were is afghans armes forces future .

  2. د تاند درنو مسولینو ته سلامونه
    د افغانستان خلک ستاسو له دی بی نهایته دروند او د قدر وړ خدمتونه منندوی دی. تاسو د خلکو د ذهنونو په روښانه کولو کی تر ټولو زیاته ونډه اخیستی ده. صرف د تبصرو په وخت کی کله کله لږ مشکلاتو سره مخامخ کیږو ، مثلا د ښاغلی اوش تون پورتنۍ تبصره په اردو لیکل شوی ده او مونږ مفهوم نشو تری اخیستی چی ده ښاغلی څه ویلی دی. که امکان ولری ، پورتنی تبصره په پښتو ترجمه شی او یا له داسو تبصرو له خپرولو ډډه وشی. ستاسو د لا بریالیتوبونو په هیله

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    امريکايانو په افغانستان کې د چور او چپاول زمينه برابره کړه، يو شمېر يې په ډالرو روږدي کړل، چې ماغزه يې هم ورسره شنه شول! زموږ په تولنه کې ۲۰ ميليونه خلک د لوږې په کرښه ژوند کوي، زموږ نرينه او ښځينه يې وځپل او مړيو ته يې اورونه ورته کړل او په جسدونو يې ميتيازې راته وکړې، وراوې يې راته بمبارد کړې، چې د دغه امريکايي ناورين پايله د افغان ولس مات ذهنيت دی او يو شمېر لاسپوڅي د افغان ولس ټولنيز اور ته نن هم هم لمن وهي او هم غوړي پرې پاشي.
    د امريکايي يرغل پايله د څو لکو انسانانو وژنه ده، د معيوبيڼو لړۍ يې نوره پسې اوږده کړه، زموږ په ملک کې يې ۱،۶ ميليونه انسانان په هيروينو روږدي کړل، ځکه د هيروينو تجارت هم د لويديزوالو او امريکايانو په مافيايي ډلو پورې تړاو لري! زموږ له مملکته يې د نظامي آزموينو پوليګون جوړ کړی دی، چې تر ننه وسلې پکې آزمويل کېږي، انسان پکې وژل کېږي او رټل کېږي، مګر يو شمېر ته دا بيا د عزت ژوند دی، مګر نه د بې ننګي پوړنی!
    افغان ولس او په تيره ځوان نسل د آزادي لپاره يو ملي ذهنيت، افغاني هويت او د خپلواکي عزت ته اړتيآ لري، چې صرف د افغان ولس په يووالي، مسلکيتوب او د خپلواکي په عزت پورې تړلی دی، نو افغان ولس بايد يو موټی شي، چې د امريکایانو له تېښتې سره سم د افغان ولس زعامت په سوله ييزه توګه تر لاسه کړي او د افغانستان ملي، بينالمللي وقار او عزت پرځای کړي، په خپلواک افغانستان کې بيا موږ کولی شو، چې له امريکا او نورو امپرياليستي ملکونو د افغانستان په اړه د بښنې غوښتنه وکړو!
    په يآد لری، چې سپور د پلي په حال څه خبر دی، نو اوس امريکا ځان ځبرځواک ګڼي او آيا دا د دوی وقار مني چې له يو جنګ ځپلي ملته د لاسپوڅي واکمني په موجوديت کې له افغان ملته بښنه وغواړي! نو حق اخيستل کېږي، مګر نه بښل کېږي،!
    د خپولاک او سر لوړي افغانستنان په هيله
    د افغانستان دوښمنان دې تل ذليله او برباد وي
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون او الاخوتالمسلمين
    ملا ميوند آخوند

  4. دا یهودی پلانونه نور لا ډیرو واضح کولو ته اړتیا شته چی ترڅو د نړی ټولو مسلمانانو ته د دوی هغه شوم او بدمرغه اهداف څرګند شی او هوښیار مسلمانان د دوی په مقابل کی نور هم خپلو سرښندنو ته دوام ورکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *