هبت الله اخوندزاده

تاند- د امریکا حکومت هیله څرګنده کړې چې د طالبانو نوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده به په افغانستان کې د جګړې د سوله ییز حل لور ته ګامونه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مارک تونر د چهارشنبې په ورځ ناوخته دا خبره وروسته له دې وکړه چې طالبانو اعلان وکړ چې ملا هبت الله یې د منصور پر خای خپل مشر ټاکلی دی.

تونر وویل:«موږ هیله لرو چې دی (هبت الله) به له فرصته په استفادې سوله غوره کړي او د سوله ییزې حللارې لپاره به کار وکړي. زموږ توقع دا ده چې دی به دا انتخاب همدا اوس وکړي.»

تونر همداراز تایید کړه چې هبت الله اخوندزاده د امریکا له لوري د تروریستانو په لېست کې شامل نه دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی اډم سټمپ د چهارشنبې په ورځ د روسیې سپوتنیک خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو د نوي مشر په توګه د هبت الله ټاکنه به د امریکا د متحدو ایالتونو په هغو هلوځلو کې بدلون رانوړي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره یې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *