د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ، ویې ویل، هغه طالبان به، چې د سولې خبرو ته حاضر نه شي، له منځه یووړل شي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان باید د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي ځکه چې له دې پرته بله لار نشته.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړه، چې د ملا اختر محمد منصور ډلې د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د سولې په خبرو کې له ګډونه انکار وکړ او په هر راز خبرو کې تر ګډونه مخکې یې د یو لړ شرطونو د پوره کېدو غوښتنه وکړه.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، که طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه شي، د افغان امنیتي ځواکونو او نورو هیوادونو د پوځیانو له لوري به له منځه یووړل شي.

پاکستان په څلور اړخیزو غونډو کې ژمنه کړې، هغه طالبان به په ګډه له منځه وړي او یا لږترلږه به یې د پاکستان له خاورې باسي چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.

پاکستان تراوسه پوري د منصور د ډلې له لوري د سولې د خبرو د ردېدو په اړه څه نه دي ویلي.

5 thoughts on “امریکا وايي، هغه طالبان به له منځه یووړل شي چې خبرې نه کوي”
  1. US should get-rid of the corrupted government officials, warlords and thieves first. Freeze the bank accounts of those individuals who stole money, like Wissa the former governor of Kandahar, who stole $ 58,000,000 from $ 70,000,000 which was supposed to be spent on repairing the Arghandab dam. He has houses in Dubai, Canada and Turkey and bank accounts in those countries. And question all the Karzi brothers, Northern Alliance and the member of Shorai Nizar for the amounts of money they have in their accounts.

  2. سخت خندوونکي خبرونه راځي !؟ امریکایانو تر دې وخته څه هیله کړي ده خو په ټول توان یې خپل شوم پلانونه تطبیق کړل مګر ټول ناکام شول او له دې وروسته به څه ګټه وکړې؟
    طالبان په زور نشې ایل کولی لاس دې خلاص

  3. tarso Che amrica po de manteqa ke khpale gatte lasta nawe rawarre kala po yawa bahaana aw beya po
    bala bahaana ba po Afghanistan ke patte she.de amrica yaw candid reyasate jamhoray ta Che Trump nomega wayale de Che zamong Askar po Afghanistan de pakistan atome bomb de satalo lepara bayad paté she Che de efratgaro laas ta warwa na lwegay.
    po asia meyana ke gas aw tel mawjod de Che tar so je daa nawe noshe jan karre aw China aw russia ta ye problemona nawe payda karre ,daa ba hamdalta we.
    khwaar qesmat de afghan da Che mille rahbaran na lare.

  4. عجیبه منفی خلک یو مونږ ډیر دافسوس ځای دی چی مونږ نه بخښل کوو نه ځان پوه کوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *