تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر وايي، ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا خبره په زغرده کړې چې د هغو هیوادونو چلند باید بدل شي چې د طالبانو په شان د تروریستي شبکو ملاتړ کوي.
د مک نیوز د رپور له مخې، مک ماسټر په یوه مرکه کې، چې د شنبې په ورځ خپره شوه، وویل«دا په ځانګړي ډول پاکستان دی؛ موږ له دغو تروریستي ډلو څخه د دوی د ملاتړ د پای ته رسېدو غوښتونکي یوو. دوی د ترهګرو ډلو پر ضد سخته جګړه وکړه خو جګړه یې انتخابي وه.»
پر پاکستان په ځلونو تور پورې شوی چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي خو د پاکستاني طالبانو پر ضد جنګېږي.
مک ماسټر وویل، که څه هم پاکستان له تروریزم سره په مبارزه کې سختې مرګ ژوبلې ګاللې، خو د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې یې تل د تروریستانو په منځ کې توپیر کړی دی.
ده تاکید وکړ، ولسمشر ټرمپ دا خبره په ډاګه کړې چې نور د امریکا د حکومت لپاره د طالبانو او نورو ډلو ملاتړ په هیڅ وجه د زغملو نه دی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شمېر د زیاتېدو او نورو ستراتیژیکو مسلو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
ښاغلي مک ماسټر په دې مرکه کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان دفاع وکړه او ویې ویل چې ولسمشر ټرمپ پرې بشپړ باور لري.