د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد اولسن

تاند- د سیمې لپاره د ولسمشر بارک اوباما تر ټولو جګپوړي استازي په افغانستان کې د هند د رول په اړه د پاکستان اندېښنه له مبالغې ډکه وبلله او خبرداری یې ورکړ چې پاکستان به ښه راتلونکې ونه لري مګر دا چې د طالبانو او حقاني شبکې په شان د تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد اولسن د سې شنبې په ورځ /جون۲۱/ په واشنګټن کې د اتلانتیک کونسل په نوم مهم څېړنیز انستیتیوت ته په وینا کې وویل:«هند د افغانستان یو ملاتړ کوونکی متحد دی. دې هیواد افغانستان ته د مالي مرستو ترڅنګ مهمې پوځي مرستې ورکړي دي.»

ده په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«زه ځیني وخت احساس کوم چې په افغانستان کې به د هند د نفوذ د اندازې په اړه په پاکستان کې مبالغه کېږي.»

اولسن د بېلګې په توګه په امریکا کې د پاکستان د سفیر څرګندونو ته اشاره وکړه چې ویلي و په افغانستان کې هند ۲۴ کونسلګرۍ لري.

اولسن وویل، حقیقت دا دی چې د پاکستان د تبلیغاتو خلاف هند په افغانستان کې یوازې څلور کونسلګرۍ لري.

په افغانستان کې د هند کونسلګرۍ په جلال اباد، هرات، کندهار او مزارشریف کې دي. تراوسه پوري څو ځلې لشکر طیبه، چې د پاکستان استخبارات او پوځ یې ملاتړ کوي، په هرات او جلال اباد کې د هند پر کونسلګریو او دغه راز په کابل کې د هند پر سفارت حملې کړي دي.

ښاغلي اولسن دې ته په اشارې چې پاکستان خپلې اندېښنې لري، وویل، د امریکا متحد ایالتونه باور لری چې «پاکستان به تر هغو امن نه وي چې د تروریستي تنظیمونو پر ضد یې اقدام نه وي کړی.»

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ:«پاکستان به تر هغو ښه راتلونکې ونه لري چې د طالبانو پر ضد یې اقدام نه وي کړی.»

2 thoughts on “امریکا وايي، پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه مبالغه کوي”
  1. Mosbat nazar laroonko Lostonko salamooona
    De barak Obama khabari haqiqat lari nor fakistan makh pa nazool de allah ba nor ham washarmawe fakistan pa hes soorat ke de great India zai na she newalai fakistan entahari rawaligi jang wahali afghanan la minza yuosi kawandi aw yatiman e kri India rashi haghoi yatimanoo ta pa salhawoo dalora mrasta wakri os kacheri afghanan daghasi nikai aw kdemat heri kri loya benagi ba we za 2014 India ta laram de rahati ehsas me kawo de dui de barkhord na motasera woom de Afghanistan aw India de la barya pa hela aw taraki pa hela.

  2. Pakistan in the losing end have an existential identity conflict with India and in order to balance such shortfall, present India’s relation with Afghanistan as an excuse to interfere.

    Pakistan is an assumption based ideological state run by a military organization and as such by definition is an expansionist entity.

    History dictates that ideological state building follows two routs of either steady expansion or collapse.

    As soon as Pakistan come to terms accepting natural identity similar to Bangladesh, peace will return in the neighborhood.

    When East Pakistan became Bangladesh, the latter was no longer threat to no one.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *