تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د سختدریځې ډلې مشر ابو سید په یوه حمله کې ووژل شو.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت نن /جمعه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ابوسید د سې شنبې په ورځ په کونړ ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې ووژل شو.
پینتاګون ویلي چې د ابوسید وژل کېدا به په افغانستان کې د داعش فعالیت له جدي خنډ سره مخامخ کړي.
که د ابوسید وژل کېدا تایید شي، دا به په افغانستان کې داعش ته یو بل لوی ګوزار وي.
تر دې وړاندې په اپریل میاشت کې د داعش یو بل مشر عبدالحسیب ووژل شو.
افغان او امریکايی پوځیان له یوې مودې راهیسې په ننګرهار کې د داعش پر ضد فشار زیات کړی دی.
تېر کال په افغانستان کې د داعش پخوانی مشر حافظ سعید خان ووژل شو.