تاند- امریکا وايي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د منځنۍ اسیا تر ټولو لوی قوماندان په هوايي حمله کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن هم تایید کړه چې په افغانستان کې د داعش لوی قوماندان عبدالرحمن د اګست په لسمه /پنجشنبه/ وژل شوی دی.

نیکلسن نن /اګست ۱۳/ وویل«د عبدالرحمان وژل کېدا د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې ته یو بل ګوزار دی.»

په دې برید کې، چې په کونړ ولایت کې وشو، د داعش درې نور غړي هم وژل شوي دي.

جنرال نیکلسن ژمنه وکړه چې سږ کال به په افغانستان کې د داعش ډله له منځه یوسي.

راپورونه وايي چې د دې ډلې امیر ابوسید (سعید) د ۲۰۱۶ م کال په جولای میاشت کې په کونړ ولایت کې ووژل شو.

په اپریل کې جنرال نیکلسن د ننګرهار په توره بوړه کې د داعش پر مرکزونو د بمونو د مور د استعمالېدو امر وکړ.

One thought on “امریکا وايي، په افغانستان کې یې د داعش تر ټولو لوی قوماندان وژلی”
  1. هههههه حتما یی باید جنرال نیکلسن وژلی وی، افغانستان کی خو د داعش لوی سپه سالار همدی دی که داسی نه وی دا خبره یی دروغ ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *