تاند- امریکا وايي، که پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د یاغیانو د اوښتو مخه ونه نیوله، امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو او پرسونلو د ساتنې لپاره د لازمو اقداماتو کولو ته تیاري نیولې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن /شنبه/ راپور ورکړ چې امریکا دا خبره څو ساعته وروسته له دې وکړه چې د جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي د متحدو ایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره وکتل.

پاکستان ته دا خبرداری، چې اشاره یې د پاکستان په خاوره کې حملو ته وه، د جمعې په ورځ ماسپښین په یوه ځانګړي خبري غونډه کې ورکړل شو.

تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي د امریکا د سمندري ځواک په یوه اډه کې له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره وکتل.

پینس د پاکستان صدراعظم ته یو وار بیا د ولسمشر ټرمپ دا غوښتنه تکرار کړه چې د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو حضور پای ته ورسوي.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې د پینس له خولې راغلي دي«پاکستان له امریکا سره له نژدې همکاري کولی شي او باید همکاري وکړي.»

ډان د نامعلومو سرچینو له قوله وايي چې ښاغلي پینس له ښاغلي عباسي سره په خپلو ټولو ۳۰ دقیقو خبرو کې پر افغانستان تمرکز وکړ.

ورځپاڼه زیاتوي، له دې کتنې شاوخوا ۴ ساعته وروسته، یعني د جمعې په ورځ د ماسپښین په درې بجې د ټرمپ د حکومت څو جګپوړو چارواکو د واشنګټن مېشتو خبریالانو لپاره ځانګړې خبري غونډه جوړه کړه څو له دې لارې د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسۍ نارضایتي وښيي.

ورځپاڼې د امریکايي چارواکو نومونه یاد کړي نه دي.

یوه امریکايي چارواکي وویل «د جنوبي اسیا د پالیسۍ (ستراتیژۍ) له اعلانه ۶ میاشتې وروسته، پاکستان لا هم داسې پرېکنده اقدامات نه دي کړي چې امریکا یې غواړي. موږ د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد د عملي اقداماتو غوښتونکي یوو، نه د الفاظو.»

ده له پاکستانه د تروریستانو پر ضد د همکارۍ او اقدام غوښتنه وکړه او په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې امریکا ځان دې ته تیار کړی دی چې که پاکستان اقدام ونه کړ په افغانستان کې به د خپلو پرسونلود ساتنې لپاره په خپله اقدامات وکړي.

ده زیاته کړه«دا په پاکستان پورې اړه لري چې د څه ډول اړیکو د لرلو غوښتونکی دی. امریکا لا هم د پاکستان له مشرانو سره په خبرو بوخته ده او لېواله ده چې هغوی د امریکا اندېښنې له منځه یوسي.»

امریکايي چارواکو وویل چې ولسمشر ټرمپ په پر له پسې ډول د جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتیژي څاري.

دا ستراتیژي ولسمشر ټرمپ د تېر کال په اګست میاشت کې اعلان کړه او له پاکستانه یې وغوښتل چې په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو ترهګرو ځالې ختمې کړي.

امریکايي چارواکو له خبریالانو سره په خبرو کې وویل«ولسمشر په زغرده ویلي چې تراوسه پورې د پاکستان له اقداماتو خوښ نه دی. موږ (له پاکستان سره) د قاطع عمل غوښتنه شریکه کړې ده.»

تر دې وړاندې مرستیال ولسمشر مایک پینس د پاکستان له صدراعظم سره په واشنګټن کې د کتنې په ترڅ کې په دې ټینګار وکړ چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرو خلاف فوري اقدام وکړي او هغوی پرېنږدي چې افغانستان ته واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *