تاند- په افغانستان کې د امریکا سفیر د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او کاندیدانو وغوښتل چې د رایو د تفتیش پروسه ژر تر ژره بشپړه او د انتخاباتو پایلې اعلان کړي.

په کابل کې د متحدو ایالتونو سفیر جېمز کنینګم وویل چې د افغانستان د نوي ولسمشر اعلانېدا او راتلونکې میاشت د ناټو په سرمشریزه کې د هغه ګډون ضروري دی.

ده هیله څرګنده کړه چې د افغانستان نوی ولسمشر به په یوه اوونۍ کې لوړه وکړي او د سپټمبر په څلورمه به د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د ناټو مشران د سپټمبر په څلورمه او پنځمه د بریتانیا په ویلز ایالت کې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي رول په اړه پرېکړه کوي. د ناټو مشران وايي چې تر دې غونډې مخکې د افغانستان او امریکا او همداراز د افغانستان او ناټو د امنیتي موافقو لاسلیک او په غونډه کې د افغانستان د مشروع او منتخب ولسمشر ګډون ضروري دی.

داسي ښکاري چې د افغانستان انتخاباتي جنجال د ناټو او امریکا ټول پروګرامونه اغېزمن کړي وي.

جیمز کنینګم د ناټو په سرمشریزه کې د نوي افغان ولسمشر ګډون د افغانستان او د دغه هیواد د نوي ولسمشر لپاره مهم فرصت وباله، ویې ویل: «نوی افغان ولسمشر به په دې غونډه کې نړیوالو ته معرفي شي او د افغانستان ملاتړ به ترلاسه کړي.»

د امریکا سفیر له افغان کاندیدانو وغوښتل چې اختلافات بس کړي او د یوه مشروع حکومت د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د افغانستان انتخاباتي جنجال پرون وروسته له دې چې د عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په پروسه کې د نه ګډون کولو ګواښ وکړ او نن یې دا پروسه بایکاټ کړه، لا کړکېچن شوی دی.

ملګروملتو پرون وویل چې که کوم ټیم دا بهیر بایکاټ کړي یا یې نه کړي د رایو تفتیش او باطلولو ته به دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *