په پاکستان کې مېشتو نړیوالو استخباراتو په ځانګړی توګه د امریکا (سی ای اې) چې په دغه هیواد کې یې پراخ حضور درلودی هر څه په سترګو لېدل خو یوې خوا ته د روسيې سره سیاسي او نظامي رقابت په منځنی اسیا کې د روسیې پراخ نظامي او سیاسي نفوذ او نسبتاً اوږده لار او بلي خوا ته د ایران سره خراب روابط ، د پاکستان د لاري ارزانه او اسانه د نړیوالو ځواکونو نظامي اکمالات ، د یوې الې په توګه پاکستان په نړیوالو چارو کې استعمالول او پراخه پانګونه پرې کول ددې سبب شوه چې په افغانستان کې د پاکستان پر مداخلې نړیوال په ځانګړې توګه امریکایي چارواکي غوږونه کاڼه او د طالبانو د بغاوت په بیا ځپلو کې ډېره اتکاء د افغان حکومت او پوځ پر پیاوړتیا وکړي. خو په نظام کې پراخ فساد د افغان پوځ پر پیاوړتیا د امریکا پر پلانونو او هیلو سیوری وغوړاوه او په دې لړ کې یې تر هر څه په نظام کې د فساد و ختمولو ته لمړیتوب ورکړ او په مسلسله توګه یې پر افغان حکومت د فساد پر ورک کولو ټینګار وکړ.
د امریکا او نړیوالو د ټینګار سره سره په داخل کې د نظام فساد د کمېدو پر ځای اوج ته ورسېده ان ولسمشر کرزی به د پر ځای د استعمال مشهورې هم ورکولې.
د ولسمشر کرزی د ریاست تر ورستۍ ورځي امریکا او کرزي په دې کشمکش کې سره تیري کړې چې کرزی به د طالب د بغاوت اصلي لامل پاکستان ګاڼه او د امریکایانو یې غوښتل د پاکستان پر خلاف هغه څه وکړي چې دی یې غواړي خو امریکایانو په غیرمستقیمه توګه اویا فیصده د طالب د بغاوت د ځواکمنېدو ریښه دننه په نظام کې پراخ فساد باله او بیا بیا به یې د فساد پر ورک کولو ټینګار کاوه.
ښکاري امریکا به په سیمه کې د پاکستان لوی رقیب هند لیدی چې د میلینونو مسلمانانو په درلودلو هم پاکستان ونه توانېدی چې بغاوت پکې و پاروي ښارونه د بمونو او ځانمرګو په لوګیو تور شي او کلې بانډې یې د حکومت او یاغیانو په سنګرونو واوړي ځکه یوازنی لامل یې په نظام کې په ځانګړې توګه قضایه او اجرائیه قوه کې فساد نه وه ، د افسرانو نیولې تر سرتیرو د احزابو د روابطو او واسطو پر ځای د اهلیت پر بنیاد ګمارل شوی وه.
شک نشته چې په افغانستان کې د ترهګرۍ جړله پاکستان دی خو واقعیتونو ته په کتو په دې کې هم شک نشته چې د طالب ترهګرو د بغاوت په ځواکمنېدو کې په نظام کې پراخ فساد مهم رول لري او دا هغه څه دي چې امریکا یې پر پاکستان د بشپړ فشار او ان پر یاد هیواد د نظامي اقدامه راګرزولې ده خو یو څه چې واضح ښکاري دادي چې که امریکا پاکستان په ورستیو کې په ترهګر پاللو وغانده تر سیاسي او اقتصادي فشارونو یې لاندي کړ ، د بلې خوا له افغان حکومته هم هیلې لري یا غواړي چې د فساد په ورکېدو کې اړین اقدامات وکړي تر څو په افغانستان کې هم ثبات راشي چې د نړۍ د ثبات په معنا ده او خپل د څو لسیزو تړلی حیوان پاکستان چې تل امریکا مخالفین په داړلی دی هم د لاسه ور نه کړي