د امریکا او پاکستان ملګرتیا په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې شروع شوه. په ۱۹۵۴م کال کې پاکستان او امریکا لمړۍ نظامي تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې پاکستان سره د امریکا دفاعي مرسته شروع شوه. په دغه مرسته کې د وسایلو تر څنګ په امریکايي نظامي ادارو کې د پاکستاني عسکرو تربیه او په پاکستان کې د امریکايي نظامي مشاورینو لپاره دفتر هم شامل وو. دغه دفتر د نظامي مرستو مشورتي ګروپ (ماګ) په نوم د پاکستان په پینډۍ کې جوړ شو.
په ۱۹۵۵م کې امریکا پاکستان سره مرسته وکړه ترڅو پاکستان اتومي بریښنا ترلاسه کړي. ددې تر څنګ په ۱۹۶۰م کې امریکا خپلې دروازې د پاکستاني ساینسپوهانو او انجنیرانو په مخ خلاصې کړې. پاکستاني ساینسپوهانو دغه وخت د امریکا په مخکښو ساینسي ادارو او لابراتوارو کې تحقیق کاوه. په ۱۹۶۵م کې پاکستان د امریکا په مرسته د ((د پاکستان د اتومي تکنالوژۍ انسټیټوټ)) جوړ کړ. ددغه انسټیټیوټ مهندس امریکايي ایډورډ ډوریل سټون او د ریکتورنو ډیزاینر انجنیر یې امریکايي پیټر کارټر وو.
په ۱۹۵۶م کال کې د امریکا ولسمشر آیزنهاور له پاکستاني صدراعظم حسین شهید سهروردي څخه وغوښتل چې امریکا ته اجازه ورکړي چې په پيښور کې یو بیس جوړ کړي تر څو له دغه ځایه د شوروي اتحاد په ضد استخباراتي عملیات ترسره کړي. د پاکستان لمړي وزیر اجازه ورکړه او په ۱۹۵۹م کې سي آيي اې دغه بیس (پیشاور ائیر سټیسشن) د پيښور ته نژدې د بډه بیرې په سیمه کې جوړ کړ. دغه سټیشن د وړې یا کوچنۍ امریکا په نوم هم یادیده او شاوخوا ۱۳۰۰ کسانو پکې کار کاوه. دا بیس تر ۱۹۷۰ پورې فعال وو. په اتیاوو کلونو کې دغه بیس د سي آيي اې لخوا د افغان مجاهدینو د تربیې لپاره استعمال شو. اوس دغه بیس د پاکستان د هوايي ځواک په لاس کې دی.
د امریکا او پاکستان ملګرتیا تقریباً ۶۰ کلنې زړې ريښې لري. په هغو کلونو کې چې مونږ د خپلو جذباتي مشرانو په وجه د شوروي لور ته روان وو پاکستان خپلې ملي ګټې د امریکا له ګټو سره موازي کړې. د سړې جګړې په دوران کې پاکستان د امریکا کلک پلوي او د شوري په ضد د امریکایي استخباراتو په یو مرکز بدل شوی وو.
د پاکستان او امریکا په ملګرتیا کې پاکستان د امریکا لپاره ډیرې قربانۍ ورکړي او په بدل کې یې امریکا هم له پاکستان سره هر اړخیزه مرسته کړې او د پاکستان د ملي ګټو او سیمیز نفوذ احترام یې کړی. مثلاً کله چې پاکستان وغوښتل چې د سیمې په هیوادو کې خپل نفوذ زیات او ددې لپاره يې یو شمیر ترهګرې ډلې جوړې کړې نو امریکا یا ځان غلی پرې ونیو او یا یې هم د دوی په جوړولو کې ورسره مرسته وکړه لکه افغان مجاهدین، طالبان، جندالله… ډیری وخت به چې پاکستان کوم غلط کار کاوه لکه د بنګله دیشیانو، پښتنو او بلوڅانو وژل… نو امریکا به مخ بلې خوا ته اړاوه.
همدارنګه کله چې افغانستان د شوروي بلاک ته لاړ نو امریکا او غرب افغانستان ته د پاکستان د ستراتیژیکو ګټو په رڼا کې کتل. په بله معنا د افغانستان اختیار یې پاکستان ته ورکړ. اوس هم که له امریکا سره د افغانستان تعلقات خراب شي او امریکا له افغانستانه مکمله ووځي نو ډیر امکان لري چې د اتیاوو او نوي کلونو په شان به د افغانستان اختیار بیا پاکستان ته ورکړي.
که څه هم مونږ ته به پاکستان د امریکا یا بل غلام ښکاری خو د دوی ملګرتیا (نه غلامي) د دواړو خواوو د ملي ګټو په اساس ده. دا زمونږ ناپوهي ده چې لاهم له نورو سره ملګرتیا ته د اوومې پیړۍ د غلامي او بادارۍ او کافر او مسلمان له نظره ګورو. پاکستان د خپلو ملي ګټو په رڼا کې له هر هغه چا سره یې چې ګټه وي، ملګرتیاوې کوې.
د افغانستان په نسبت د پاکستان جوړ نظامي او ملکي بنسټونه او دا چې پاکستان ډیری وخت د امریکا غوښتنو ته ((هو)) ویلي له هغو دلایلو څخه دی چې امریکا ته پاکستان تر افغانستانه ډیر ګټور ثابتوي.
بل دا چې په نړیواله او سیمیزه کچه پاکستان امریکا او نړۍ ته تر افغانستانه ډیر اهمیت لري. نړۍ او امریکا نه غواړي چې په پاکستان کې دې ګډوډي راشي. ځکه د دیرش میلوني افغانستان ګډوډي امریکا او نړۍ ته دومره تاوان نه دی رسولی لکه څومره چې د څه کم دوه سوه میلیوني اتومي قدرت لرونکي پاکستان ګډوډي یې ورته رسولی شي.
همدارنګه یو ستر دلیل چې ډیر نظامي او ملکي امریکایان یې د پاکستان د نظام د بقا لپاره وړاندې کوي، د پاکستان اتومي وسلې دي. امریکا نه غواړي چې په پاکستان کې دې د ګډوډي یا کمزوري دولت په وجه د دغه هیواد اتومي وسلې د داسې خلکو لاسو ته ورشي چې د غرب دښمنان وي. ډیری امریکایان پدې عقیده دي چې په پاکستان کې ګډوډي نیویارک، لندن یا په نورو غربي ښارو د اتومي وسلو د استعمال امکان ډیروي. همدارنګه د پاکستان تکتیکي اتومي وسلې غرب په ځانګړې توګه امریکا نوره هم مجبوروي چې پاکستان سره ملګرتیا او احتیاط وکړي.
پاکستان اوسمهال د تکتیکي اتومي وسلو په جوړولو کار کوي (ځینې پوهان وايي چې تیارې یې جوړې کړي). ستراتیژیکې اتومي وسلې د دښمن د ښارونو، نظامي بیسو، کارخانو او لویو اهدافو د له مینځه وړو لپاره استعمالیږي. د دوی برعکس تکتیکي اتومې وسلې وړې او د جګړې په لیکو کې استعمالیږي. دغه وسلې په ماینو، دتوپ په مرمیو، اوبتل ضد ماینونو، او نورو سیارو ثقیله وسلو کې استعمالیدای شي.
یو بل دلیل چې امریکا نه غواړي په پاکستان ډیر فشار راوړي او له ځانه یې بیګانه کړي دا هم دی چې امریکا نه غواړې په سیمه کې دوهم ایران رامینځ ته کړي. د پاکستان بیګانه کول به له سیمې څخه د امریکا د نفوذ کمپله ټوله کړي. یوازې د پاکستان شتون او هلته یو غرب پلوه دولت کولای شي په سیمه کې د امریکا ګټې لکه د پخوا په شان خوندي ساتلای شي.
خو ددې ټولو تر څنګ پاکستان داسې یو هیواد دی چې باید تر نظر لاندې وساتل شي کنه نه یوازې امریکا بلکې ټولې نړۍ ته به خراب عواقب ولري. تر څو چې پاکستان امریکا ته نژدې وي امریکا به نه یوازې نظر پرې وساتلای شي بلکه کار به هم ترینه واخیستلای شي. خو که امریکا پاکستان له ځانه لرې کړي نو نه به پرې سم نظر وساتلای شي او نه به هم کار ترینه واخسیتلای شي. (هغه یو څو وخته چې امریکا ورنه بلې خوا ته کتل نو ویل کیږي چې پاکستان په شمالي کوریا، ایران او لیبیا خپله اتومې تکنالوژي خرڅه کړه.) ډیرو چارپوهانو ته د پاکستان ګډوډي د ترهګرۍ د خپریدو او د ترهګرو پواسطه د اتومي وسلو د لاسته راوړلو معنا لري.
پاکستان اوس د مات شوي لاس غوندې د امریکا غاړې ته پروت دی. که له غاړې یې لرې کوي نو درد یې لا ډیریږي. ځکه نو مجبوره ده چې همداسې یې په غاړه کې ګرځوي.
برعکس د افغانستان نظامي او ملکي ادارې دومره قوي نه دي او نه هم افغانستان اوس ددې ظرفیت لري چې په سیمه کې د امریکا ګټې خوندې کړي. همدارنګه که څه هم امریکا له اویاوو کلونو نه تر اوسه پورې په سلګونه ملیارده ډالر په افغانانو مصرف کړي، خو بیا هم ډیری افغانان امریکا ته د یو دوست هیواد په سترګه نه ګوري. (دا که ډیری دغه پیسې د ځینو افغانانو جیبو ته لاړې دا مهمه نه ده ځکه هدف دلته د امریکا مصرف دی). د روس سره د جګړې په وخت کې به مجاهدینو او مهاجرینو ته امریکا سلاح او راشن ورکاوه خو بیا به هم مونږ مرګ په امریکا نعرې وهلې.
نن چې ځینې افغانان وايي چې امریکا باید په پاکستان فشار راوړي تر څو په افغانستان کې مداخله ونکړي، دوی باید لمړۍ دا فکر وکړي چې امریکا ولې د افغانستان لپاره په پاکستان تر حده ډیر فشار راوړي؟ آیا افغانستان له پاکستانه ورته ډیر ګټور دی؟ آیا افغانان به په سیمه کې لکه د پاکستان غوندې د امریکا ګټې خوندي وساتي؟ آیا افغانستان لکه پاکستان غوندې ددې ظرفیت او توان لري چې دا کار وکړي؟
که ځواب مو نه وي نو امریکا بیا ولې خپلې سیمیزې ګټې د یو داسې افغانستان لپاره په خطر کې واچوي چې ډیری خلک یې له امریکا سره په ملګرتیا خوښ نه دي؟ او ولې یو داسې هیواد له ځانه بیګانه کړي چې په شر جوړولو کې نوم نلري.
ځینې دا دلیل وړاندې کوي چې د امریکا عسکر هم په افغانستان کې وژل کیږي. خو که د امریکا له نظره فکر وکړئ د پاکستان په بیګانه توب یا دښمني کې به د امریکايي مړو شمیره نوره هم لوړه شي او سیمیزې ګټې به یې نورې هم په خطر کې شي. همدارنګه پاکستان هم کوښښ کوي چې طالبان وهڅوي تر څو د بهرنیو ځواکونو بالخصوص د امریکایانو په ځای افغان ځواکونه په نښه کړي. همدا دلیل دی چې پاکستان څو وخته مخکې یوازې د افغان سرباز، د ملي اردو رینجر او د ملي اردو په تجهیزاتو د حملو لپاره د لکونو کلدارو جایزې ټاکلی وې.
افغانان باید نور پوهه شي چې امریکا د پورته دلایلو په وجه نه غواړي چې په پاکستان تر حده ډیر فشار راوړي. اوس هم که له یوې خوا پرې فشار ورو ورو زیاتوي نو له بلې خوا امتیازات ورکوي. تر حده ډیر فشار به د پاکستان د له لاسه ورکولو په معنا وي. پاکستان هم پدې خیره پوهه شوی ځکه خو اوس کله کله په امریکا هم سترګې راباسي. البته که د سپتمبر د ۱۱مې په شان په امریکا یا غرب کومه حمله وشي نو کیدای شي بیا د پاکستان په اړه جدي فیصله وکړي.
امریکا غواړي چې د پاکستان تر څنګ افغانستان سره هم قوي ملګرتیا ولري تر څو هم يې سیمیزې ګټې خوندي شي او هم بیا دا خاوره د امریکا یا په ضد استعمال نشي. همدارنګه د پاکستان او افغانستان د ملګرتیا په صورت کې به امریکا یو هیواد ته دومره احتیاج نه وي (لکه اوس چې يوازې پاکستان ته احتیاج ده). د کرزي له وروستیو څرګندونو څخه داسې ښکاري چې امریکا کوښښ کوي تر څو افغانستان او پاکستان پخپلو کې سره یوې نتیجې ته ورسیږي.
افغانستان باید کوښښ وکړي چې په شته وسایلو او حالاتو کې په ځان جوړولو کار وکړي. او باید پدې هم پوهه شي چې امریکا ورسره مرسته کوي خو په پاکستان تر حده ډیر فشار نشي راوړلای. تر څو چې افغانستان لکه پاکستان، سعودي، قطر، عربي امارات، ترکي او نورو غوندې ددې وړ شوی نه وي چې د خپلو ملي ګټو په رڼا کې له امریکا سره لکه دوی غوندې ملګرتیا وکړي، باید له امریکا څخه د پاکستان په اړه له ډیرو غوښتنو څخه تیر شي. ځکه امریکا به هیڅکله هم د طالبانو په ضد د پاکستان په خاوره کې لکه د افغانستان په شان نظامي عملیات ونکړي.
همدا ځمکني حقایق دي او له همدې سره باید ژوند او پرمختګ کول زده کړو.
