تاند- د امریکا حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د لشکر طیبه د بنسټ اېښودونکي او د جماعة الدعوة مشر حافظ سعید، بېرته ونه نیسي، د دوو هیوادونو پر اړیکو به منفي اغېز وکړي.
امریکا دغه راز غوښتنه کړې چې پاکستان باید دا سختدریځی مشر، چې په هندوستان کې پر تروریستي بریدونو تورن دی، محاکمه کړي.
هند او امریکا دواړه وايي چې د لشکر طیبه بنسټ اېښودونکی حافظ سعید د مومبی د ۲۰۰۸ م کال په خونړیو حملو کې لاس لري.
امریکا د هغو معلوماتو لپاره، چې په نتیجه کې یې حافظ سعید ونیول شي، ۱۰ ملیون ډالره جایزه اېښې ده.
د پنجشنبې په ورځ /نوومبر۲۳/ په لاهور کې یوې محکمې د حافظ سعید د خوشي کېدو پرېکړه وکړه.
دا پرېکړه د سعید د پلویانو له هرکلي خو د امریکا او هند له غوسې سره مخامخ شوه.
دواړو ویلي چې د محکمې د پرېکړې مسوولیت د پاکستان د حکومت په غاړه دی.
سپینې ماڼۍ پرون /شنبه/ وویل چې حافظ سعید یو داسې بدنامه تروریست دی چې د امریکایانو په ګډون د سلګونو انسانانو په وژلو کې لاس لري.
سپینې ماڼۍ دغه راز په خپل کور کې د حافظ سعید د نظربندۍ پای ته رسېدا په کلکه غندلې او د پاکستان حکومت یې د نوموړي د دوسیې په څېړلو کې په پاتې راتلو تورن کړی دی.
سپینې ماڼۍ همداراز ویلي چې د حافظ سعید خلاصون له نړیوال تروریزم سره په مبارزه کې د پاکستان د ژمنې په باب د ژورې اندېښنې پیغام لري او د پاکستان دا ادعاوې دروغ ثابتوي چې وايي په خپله خاوره کې تروریستانو ته پناهځایونه نه ورکوي.
د امریکا حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی«که پاکستان د حافظ سعید د نیولو او د هغو جرمونو په خاطر چې نوموړي کړي دي، قانوني اقدام ونه کړي، دا مسله کېدای شي د دوو هیوادونو اړیکې او په نړۍ کې د پاکستان اعتبار خراب کړي.»
حافظ سعید د مومبي په حملو کې لاس لرل رد کړي دي او ګڼ شمېر پاکستانیان لشکر طیبه ډله د هند خلاف یوه اغېزمنه ډله بولي.