تور لیست

تاند- د امریکا حکومت پاکستان ته د ۲۰ داسې تروریستي ډلو لیست سپارلی چې د پاکستان له خاورې په افغانستان او کشمیر کې تروریستي بریدونه کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د سرچینو په قول تایید کړه چې متحدو ایالتونو دا لیست، چې په سر کې یې د حقاني شبکه ده، پاکستان ته سپارلی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې دیپلوماتانو ورته ویلي چې په دې لیست کې د حقاني شبکه، حرکت المجاهدین، جېش محمد، جندالله، لشکر طیبه، لشکر جنګوي، او د پاکستاني طالبانو تحریک شامل دي.

همداراز ویل شوي چې داعش یا اسلامي دولت، جماعت دعوة القران، حرکت جهادي اسلام، طارق ګیدر ډله، القاعده او د ترکستان اسلامي ګوند په شمول یو شمېر نورې ډلې هم په لیست کې دي.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼه وايي، د سپینې ماڼۍ چارواکو پاکستان ته ویلي چې دا ډلې د پاکستان له خاورې په نورو هیوادونو کې تروریستي فعالیتونه کوي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له قوله ویل شوي چې اسلام اباد ته د ده له سفره وروسته پاکستاني چارواکو له امریکایانو سره د تروریستي ګواښونو په اړه سالمې خبرې پیل کړي دي.

ظاهراً پاکستان د امریکا غوښتنې رد کړي خو ګومان کېږي چې په پټه کې یې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن پاکستاني چارواکو ته د ۷۵ وسله والو طالب مشرانو نومونه سپارلي ول او ورڅخه غوښتنه یې کړې وه چې دا کسان امریکا یا افغانستان ته تسلیم کړي.

خو پاکستان وویل چې دوی هم یو لیست لري چې افغانستان یې باید وروسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *