تاند- په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه لا نه دي اخیستي، د امریکا د بهرنیو چار وزارت د پاکستان د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د ملاتړ لپاره ۱۲۵ ملیون ډالره تصویب کړل.
د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د دفاعي امنیت د همکارۍ اداره وايي چې پاکستان ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د ملاتړ لپاره د ۱۲۵ ملیون ډالرو معامله تصویبوي او ورسره به امریکايي ټیم دې هیواد ته لاړ شي.
د پاکستان حکومت د خپلو ایف ۱۶ جنګي الوتکو د تخنیکي ملاتړ لپاره له امریکا مرسته غوښتې ده. دا مرسته د پاکستان د دفاع لپاره خورا ضروري بلل کېږي.
د امریکا حکومت پاکستان ته دا مرسته وروسته له دې منظور کړه چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر سره په خبرو کې چمتووالی وښود چې پر طالبانو به فشار راوړي او د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې به کومک وکړي.
د ټرمپ او عمران خان له کتنې وروسته د پاکستان په وړاندې د امریکا دریځ او د چارواکو لهجه نرمه شوې ده.
خو په پاکستان کې د بشري حقونو مدافعان او مدني فعالان اندېښنه لري چې د پاکستان پوځي مرسته به د دې سبب شي چې پوځ د خلکو ځپلو ته لا ډېر دوام ورکړي.
له بلې خوا، سره له دې چې د امریکا حکومت د جمعې په ورځ د هند د سي ۱۷ ترانسپورتي الوتکو لپاره ۶۷۰ ملیون ډالره تصویب کړل، پاکستان ته د پوځي مرستې ورکړه، د هند او امریکا اړیکې اغېزمنولی شي.