تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي، د پاکستان پوځ ته د ۲۰۱۶ کال د مالي مرستې پاتې برخه نه ورکوي.
د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز ماتیس د خپل هیواد کانګریس ته وویل، پاکستان په ۲۰۱۶ کال د حقاني شبکې پر ضد په اغېزمن ډول اقدام ونه کړ؛ له همدې کبله دغه هیواد ته ۳۵۰ ملیون ډالره مالي مرسته، چې له تروریرم سره د مبارزې لپاره ورکول کېده، نه ورکوي.
ټاکل شوې وه چې امریکا په ۲۰۱۶ م کال پاکستان ته ۹۰۰ ملیون ډالره مرسته ورکړي. د دغو پیسو ۵۵۰ ملیونه پاکستان ترلاسه کړي او ۳۵۰ یې پاتې وې.
امریکايي چارواکي د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ په جوړولو کار کوي او وايي چې په دې ستراتیژۍ کې یوازې د ځواکونو لېږل شامل نه دي بلکې د جګړې پر اصلي عواملو لکه له ترهګرو سره د پاکستان د ملاتړ د ختمولو پر لارو چارو غور هم شامل دی.
په افغانستان کې د ولسمشر غني د حکومت له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان په وړاندې د امریکا په دریځ کې د پام وړ بدلون راغلی دی. تر دې وړاندې امریکا د پاکستان له لوري په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ موضوع ته اهمیت نه ورکاوه.
امریکا له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پورې پاکستان ته شاوخوا ۱۵ ملیارد ډالره مرسته ورکړې ده. ځینې راپورونه وايي چې امریکا تر ۳۰ ملیارد زیاته مرسته پاکستان ته ورکړې ده.